افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ویاړ؛ د نړۍ په ځوانو ۲۰ کرکیټرانو کې د قیس احمد شتون!

د کرکټ مشهوره ویب پاڼې «ایسفاین کریک انفو» د کرکټ نوموتي ۱۵ روزونکې، لوبغاړي، د لوبو مبصرین او څېړونکې پوښتلې دي، چې را روانه لسیزه کې به پر نړیوال کرکټ کوم ۲۰ تنه کرکیټران راج چلوي او ښه به ځلیږی. ایسفاین کریک انفو د قیس احمد په اړه پر خپل رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي:

((افغان ۱۹ کلن لوبغاړې قیس احمد چې د نړی په سطحه په ۲۰ اوریزه لوبو کې یو وتلي لوبغاړې دي. د ۲۰۲۰ کال په شلو غوره لوبغاړو کې راغلي، قیس احمد پر خپله لوبه حاکم وي هغه همیشه با انرژې لوبه ترسره کوي. دې ښه توپ اچونه، ښه ډګرساتنه او ښه توپ وهنه هم ترسره کوي.))

د ویاړ خبره داده، چې په دې ۲۰ تنه لوبغاړو کې ۴ ځوان افغان لوبغاړې هم شامل دي، چې دوه لوبغاړي توپ اچونکې او دوه لوبغاړي بیا توپوهونکي دي. یاد ۲۰ تنه لوبغاړې په دې ډول دي:

هندی شبمن ګېل، انګلستانی ټام بېنټون، افغانی نوراحمد لکڼوال، پاکستانی نسیم شاه، اسټرالوی جوزیف پيليپ، نیوزیلینډی ریچاین رویندرا، هندی کارټیک ټایګي، بنګله دېشی اکبر علي، انګلستانی اوولي پوپ، افغانی ابراهیم ځدران، سویلي افریقایی جیرالډ ګوتزي، هندی یاشاسیوي جېسوال، افغانی رحمن الله ګربز، ویسټ انډیزی جایډین سیلز، پاکستانی حیدر علي، افغانی قیس احمد، اسټرالوی جېک فرازر مکرک، هندی پریتوي شاو، پاکستانی حارث روف او د سریلانکا امبلودینیا دي. قیس احمد، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدران او نوراحمد لکڼوال هغه څلور ځوان لوبغاړي، دې چې په یادو ۲۰ تنه لوبغاړو کې راغلي.

یاد ویبسایټ یادو ۴ افغان لوبغاړو په شمول د ټولو ۲۰ تنو لوبغاړو لنډه ـ لنډه پېژندنه هم خپره کړې.

قیس احمد: قیس احمد تازه د افغانستان د ملي لوبډلې غړی شوی دی. قیس بالر دی او دا مهال د بنګلدېش، سي پي ال، استرالیا بګ بش او ټي-۱۰ لیګونو کې هم لوبیږي. د خوښې لوبغاړی یې د هند ویرات کوهلی دی. جالبه ده، دی خپله بالر دی خو د خوښې لوبغاړی یې بیټسمین دی. وايي لویه هیله دا ده چې په ټولو فارمنټونو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی وي. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې