دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لکشمن سیوراماکرشین ويلي هندوستنان د سوکه توپ اچونې په اړخ کې یو روزونکې ته اړتیا لري

هندوستان کرکټ ملي لوبډله چې د کرکټ په نړۍ کې په هره دوره کې بهترینه سوکه توپ اچونکې له ځانه سره لري، اوس له لکشمن سیورا ماکرشین سره دا اندیښنه ده چې د یو ښه روزونکي په نشتون کې به هندوستان کرکټ ملي لوبډله د وروتوپ اچونکو له کمښت سره مخ شي.لکشمن ویلي،، په نړۍ کې هره لوبډله د سلو بالرانو یو روزونکی لري چې هندوستان بیا په دې برخه کې هیڅ روزنکی له ځانه سره نه لري،

زما په اند هند کرکټ ملي لوبډله یو روزونکي ته اړتیا لري ترڅو دا تشه ډکه شي،زه فکر نه کوم چې هندوستان به له دې وروسته ټاپ سپینران پیدا کړي لکه څنګه چې اوس یا پخوا لرل،،همدا شان د هندوستان کرکټ بورډ د ملي اکاډمۍ ویاند هم ویلي چې په نیشنل اکاډمۍ کې داسي ځانګړی سپینر نه ګوري چې لوبډلې ته یې سمدلاسه وړاندې کړي.یاده دې وي چې لکشمن بیا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د خپل وخت نامتو لیګ سپینربالر و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې