افغانستان کریکټ

لږ پاتې وه؛ تیرکال په همدې ورځ افغانستان پاکستان ته ماته ورکړي وای

تیرکال په همدې ورځ افغان کرکټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې تېر کال په همدې ورځ د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ولوبېده، چې افغانستان د پاکستان لوبډلې څخه په ۳ ویکټو ماته وخوړه. په یاده لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ته د ٢٢٧ منډې هدف وټاکي، چې اصغر افغان او نجيب الله ځدراڼ ٤٢-٤٢ او رحمت شاه ٣٥ منډې وکړې، د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي ٤ لوبغاړي وسوځول. کله چې د پاکستان کرکټ ملې لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سو نو د افغان ملې لوبډلې له لوري د ٢٢٨ منډو هدف یې په ډیرو ستونزو پوره کړ، یاده لوبه ډیره جالبه وه د افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو دواړو دا هڅه کوله تر څو لوبه په خپل نوم پای ته ورسوي، کله چې د پاکستان لوبډلې لپاره په ۲۴ توپونو باندي ۲۸ منډي په کار وي، دا هغه جالبې شیبې وي چې دواړو لوبډلو لپاره لوبه مساوي وه.

هیڅ یوې لوبډلې دا وړاندوینه نسواي کولاې، چې لوبه به زموږ په کټه پای ته رسیږي. خو کله چې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په یوه اور کې د ۶ منډو ضرورت وو نو له هغه ورورسته پاکستان لوبډله په دې وتوانیده، چې افغانستان څخه بایللې لوبه په ۳ ویکیټو وګټې. د پاکستان لپاره عماد وسيم ٤٩ ناسوځېدلې منډې ، بابر اعظم ٤٥ او امام الحق ٣٦ منډې وکړې، د افغانستان لپاره مجيب الرحمان او محمد نبي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم عماد وسيم ته ورکړل سوه.

د یادونې ده چې په هغه لوبه کې حميد حسن يوازې ٢ اورونه ترسره کړل له دوو اورونو ترسره کولو وروسته د یاد لوبغاړې په پښه کې دردونه پیدا سوه، چې د ټپونو له امله له لوبې څخه بهر شو. همدا راز له لوبې وروسته نوموړي بيا له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه استعفا هم ورکړه. افغانستان او پاکستان ۴ ځلي په يو ورځنيو لوبو کي سره مخ سوي، چې ټولي لوبي پاکستان ګټلي دي. يوه لوبه پاکستان په ۲۰۱۳ز کال کي په ۷ ويکټو ګټلې،دويمه لوبه يې په ۲۰۱۴ز کال اسيا کپ کي د ۷۲ منډو په توپير وګټله، دريمه لوبه يې په ۲۰۱۸ز کال اسيا کپ کي په ۳ ويکټو وګټله او څلورم لوبه یې بیا په ۲۰۱۹م کال کې د نړیوال جام پرمهال په ۳ ویکټو وګټله. د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې دا د افغان کرکټ ملې لوبډلې ۸ مه لوبه وه، چې تر دې مخکې یې اسټرالیا، سریلانکا، نیوزیلینډ، سویلي افریقا، انګلستان او بنګله دیش کرکټ ملې لوبډلو ته لوبې بایللې وې. له هغه وروسته افغان کرکټ ټیم خپلې وروستنۍ دوې لوبې پاکستان، او ویسټ انډيز ته هم وبایللې. افغان کرکیټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپلې ۹ واړه درلودونکې لوبې وبایللې.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې