دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټ په نړۍ کې لومړی ښه خبر

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې نامتو کرکټر سټیپ سمیت یو ځل بیا د اوږ ځنډ وروسته خپل د تمرین ځای ته راستون شو.نوموړي نن په نیټ یا جال کې خپل تمرینات ترسره کړل.

دا په استرالیا کې لومړی هغه خبر دی چې د کرکټ د ډېری مینوالو لپاره په زړه پورې دی.سمیت دغه خبر په خپل انسټګرام خپور کړې و چې ورسره یې لیکلي ،،لومړی په جالونو کې ما دا زده کړل چې زه باید بیټ څه ډول ونیسم،،

سټیپ سمیت چې په نړیواله کچه شهرت لرونکی لوبغاړی دی د درې میاشتنې ځنډ وروسته لومړی استرالیایي توپ وهونکی دي چې بیرته خپل نیټ یا د تمرین کولو ځای ته راستون شو.دا چې استرالیا کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام کوربتوب په خپله غاړه لري نو د سمیت بیرته تمرین کول د کرکټ مینوالو ته د خوښۍ خبر دی. یاده دې وي چې استرالیا کرکټ بورډ دا ځل د ۱۷ لوبډلو کوربتوب په خپله غاړه لري.چې د افغانستان په ګډون پکې یو شمیر ۱۶ نورې لوبډلې هم شاملې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې