دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جیسن هولډر : د توکم پالنې موضوع دې جدي ونیول شي لکه څنګه چې په کرکټ کې د میچ فیکس قضیه ده

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د ټيسټ لوبو کيپتان جیسن هولډر د توکم پالنې پر وړاندې سخته سزا اعلان کړه.جیسن له پورته چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه عقدوي چلند ته دې د پاې ټکې کیږدي.هغه ویلي،،زه له تورپوستانو پوره ملاتړ اعلانوم ټول ته باید په یوه سترګه وکتل شي او مساوات رامنځ ته شي، د کرکټ لوړپوړي چارواکي دې د توکم پالنې لپاره داسي سزا اعلان کړي لکه څنګه یې چې د کرکټ په نړۍ کې د میچ فیکس کولو وروسته لوبغاړي ته ورکوي،
هولډر زیاتوي


خلک زموږ د پوټکي د رنګ له امله قضاوت کوي. باید دلته مساوات شتون ولري او یووالي شتون ولري تر هغه چې موږ ډاډ ترلاسه نه کړو نو مونږ نشو دریدلی هولډرکریس ګیل او ډیرن سیمي او د سریلانکا افسانوي کرکټر کمار سنګاکارا سره په دې وروستیو کې په متحده ایالاتو کې د جورج فلایډ د وژنې په پایله کې دتوکمپالنې پروړاندې خپل غږونه پورته کړي دي.یاده دې وي چې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د جولای به اتمه نېټه خپله لومړی ټيسټ لوبه د انګلستان سره ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې