نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نن رسماً انګلستان ته سفر وکړ

په پام کې ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله او انګلستان کرکټ ملي لوبډله د سیالیو پيل د جولای په ۳۰ نېټه وکړي. د دې سیالیو په اړه په پيل کې داسي اوزاې وي چې دغه سیریز به ترسره نشي اما دواړو بورډونو سره مشوره وکړه او دغه سیالۍ به په راتلونکي جولای او اګسټ میاشتو کې ترسره کړي.د دې سیالیو لپاره پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نن رسماً انګلستان هیواد ته سفر وکړ.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان سره درې شل اوریزه او درې ټيسټ لوبې لري چې د راتلونکې جولای میاشتې په ۳۰ نيټه به پيل شي همدا شان پاکستان کرکټ بورډ د انګلستان لپاره لاندې لوبډله اعلان کړې وه. اظهر علي د ټیسټ او بابر اغظم بیا د شل اوریزه لوبو کيپتاني په غاړه لري ورسره په لوبډله کې عابد علي، اسد شفیق، فهیم اشرف، فواد عالم، اماد وسیم، افتخار احمد،امام الحق، خوشدیل شاه، موس خان ، محمد عباس، نسیم شاه، روخیل نذیر، سرفراز احمد، شاهین شاه افریدی، سهیل خان، شان مصعود، عثمان شینواری، او یاسر شاه شامل لوبغاړي.یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د جولای په اتمه نېټه د ویسټ انډيز سره خپله لومړی ټیسټ لوبه پیلوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې