افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

رحمان الله ګربز : د کرکټ په نړۍ کې سویپ شاټ خوښیږي

رحمان الله ګربز هغه ځوان لوبغاړی او د سویپ شاټونو سلطان چې د ۳۶۰ درجې توپوهنې وړتیا لري چې د کرکټ نړیوال مبصرین یې هم ګوته په غاښ کړي دي.ګربز په هغه وخت کې ډېر مشهوره شو کله چې نوموړي په ۱۹ کلنه لوبډلې کې بهترینه نيمه سلیزې نندارې ته وړاندې کړلي.رحمان الله ګربز ویلي،،سویپ شاټ مې له اوله خوښيده خو چې کله مې د سویلي افریقایي ای بي ډي ویلریز سویپ شاټونه ولیدل نو نوره مې هم هڅه شروع کړه چې زه باید په دې شاټ زیات کار وکړم،زه زیات وخت په همدغه شاټ ویکټ بایلم

خو پښيمان کیږم ځکه نه چې هر وخت مې پر همدې شاټ منډې هم ترلاسه کړي دي.

زه په دې اساس سویپ شاټ باندي کار کوم چې سوکه توپ اچونکې په پيل کې وننګوم،او په لوبه کې مې کوښښ همدا وي چې هر خواته شاټونه ووهم،ماډېرسویپ شاټونه وهلي خو د نولس کلنې لوبډلې سره چې کله مل وم نو په هغې وخت کې مونږ په نړیوال جام کې د نیوزیلنډ سره لوبه لره هغې لوبه کې ماډېر سویپ شاټونه ووهل چې ډېر خوند مې تري واخیست،،اوس رحمان الله ګربز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ویکټ کيپر توپ وهونکی دی چې ډېری وخت د شهزاد محمدي په نشتون کې په لوبډله کې لیدل کیږي.یاده دې وي چې رحمان الله ګربز د ویسټ انډيز په کرابین لیګ کې هم د لومړي ځل لپاره واخیستل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې