لیګونه

د سریلانکا کورنی لیګ سبا پیلیږي

سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې سبا دوشنبه د جون په ۲۹ به د سریلانکا کرکټ کورنی شل اوریزه لیګ پيل کړي. د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې له هند او بنګله دېش سره بیلابیل سریزونه درلودل، چې دا سریزونه د کورونا ویروس له امله د خطر سره مخ شوي دي. خو اوس سریلانکا کرکټ بورډ پلان نیولی، چې د یادو سریزونو په ځای سبا خپل کورنی د کرکټ لیګ پيل کړي.

د معلوماتو له مخې د سریلانکا په دې کورنیو سیالیو کې به ۴ لوبډلې شاملې وي او شاوخوا په یوه اونې کې به د ټول لیګ لوبې ترسره شي. د سریلانکا په کورنی لیګ کې موناراګالا هورنټس، ویلاوا وایپرس، یونیلونز میانیګانیا او سي ایګلې لوبډلې شاملې دي چې په یوه اونې کې به یو د بل په وړاندي ولوبیږي.

موناراګالا هورنټس لوبډلې لوبډلمشري ټیلکراتني دلشن ته، ویلاوا وایپرس لوبډلمشري ټلانا تیسارا ته، همدارنګه د یونیلونز میانیګانیا لوبډلې لوبډلمشر بیا فرویز مهروف ته او د سي ایګلې لوبډلې لوبډلمشري بیا اجنتا میندس ته ور دغاړي ده. د دې سیالیو څخه هره ورځ دوی دوی لوبې ترسره کیږي، چې په یوه اونې کې به یاد لیګ پای ته ورسیږي. د دې سیالیو ټولټال ۱۴ لوبې ترسره کیږي.

کورونا ویروس د ټولو هیوادونو د لیګونو ترڅنګ د کرکت نړیوال جام او اسیا جام ته یو لوی ګواښ جوړ کړی. سریلانکا د نورو اسیایي هیوادونو په پرتله د کورونا ویروس په وړاندې خورا ښه مبازره کړې او دا ویروس یې سریلانکا کې مهار کړ.

د هند ای پي اېل سیالۍ په مارچ میاشت کې پیلیدې، خو تراوسه لا د کورونا ویروس له امله ندي پيل شوي. د کرکټ نړیوال جام، چې  د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پلان شوی، هم یې په اړه وروستۍ پرېکړه راتلونکې جولای میاشت کیږي. هندوستان وايي، که نړیوال جام ترسره نشي، نو د روان ۲۰۲۰م په وروستیو کې به آی پي ایل سیالۍ ترتیب کړي. د یادوني ده چې د یادو سیالیو د لړي څخه لومړی لوبه سبا د موناراګالا هورنټس او ویلاوا وایپرس لوبډلو ترمنځ  سهار ۱۱ بجې او دوهمه لوبه یونیلونز میانیګانیا د سي ایګلې په وړاندي ۲ نیمې بجې د میدان ډګر ته کښته کیږي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې