نړیوال کریکټ

جولای میاشت کې د نړیوال کرکټ بیا پیلیدل

له اوږده ځنډه ورورسته د کرکټ مینوالو لپاره د خوښې زیري دادې چې راتلونکې جولای میاشت کې نړیوال کرکټ بیا پیلیږي. ټا کل شوې د راتلونکې جولای میاشتې په ۸ یوځل بیا نړیوال کرکټ پیل سي.

له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي، چې له دې اوږده ځنډه ورورسته آی سي سي دا پریکړه کړي چې یو ځل بیا نړیوال کرکټ پیل کړي.

ټاکل شوې د نړیوال کرکټ بیا پیل د ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملې لوبډلو په درې ټیسټ لوبو سره وشي. ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.

دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي.

د انګلستان اعلان شوې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:

معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین پوکیز، لیویز ګریګوري، کېټون جینینګ، ډان لاوړینس، جاک لیچ، سقیب مومند، کریګ ایورټون، جېم ایورټون، متیو پارکینسون، اوولي پوپ، اوولي روبینسون، جې روټ، ډام سیبلي، بین سټوکس، اوولي سټون، امر ویرډي، کریس ووکس او مارک ووډ.

او د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله بیا په دې ډول ده:

جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف، کېمر روچ، سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.

دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي. د یادولو وړ ده چې د رسمي ټيسټ لوبو د پیل وړاندې به د انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې ورځنۍ تمریني لوبه هم ترسره شي.

له هغه ورورسته به بیا انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې