نړیوال کریکټ

بي سي سي آی : آی سي سي د نړیوال جام په اړه د پریکړې توان نلري

د هندوستان کرکټ اداره (BCCI) وایې آی سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا دا توان نلري، چې د راتلونکې ۲۰۲۰م کال نړیوال جام په اړه نهایې پریکړه وکړي. د هندوستان کرکټ ادره وایې:

” د شل اوریزه نړیوال جام په اړه پریکړه دا ښکاره کوي چې د آی سي سي مشر د مهمو پریکړو نیولو توان نلري. د آی سي سي لوړ پوړي چارواکي باید موږ ته ځواب ووايي چې ولې دوی پریکړې ځنډوي. د بي سي سي آی یوه چارواکي د آی اې این ایس له خولې ویلي چې د دوی پرته ټوله نړۍ په دې پوهیږي، چې د ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریزه جام ترسره کیدل امکان نلري.

بې سي سي آی دا خبري وروسته له هغه کوي، چې تیره پنجشنبه آی سي سي د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام په اړه دویمه غونډه ترسره کړه. د کرکټ نړیوال جام، چې له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی، تیره پنجشبنه یې په اړه د آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا غړو ویډیويې غونډه کړې ده.

د کرکټ نیوز په نامه یوې مشهورې ورزشي ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې پر ورځ د کرکټ نړیوال جام په اړه غونډه وکړه، خو په اړه یې غړي هېڅ وروستۍ پرېکړې ته ونه رسېدل. د آی سي سي بورډ یوه غړي د نوم نه ښوودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د شل اوریزه نړیوال جام په اړه لا وروستۍ پرېکړه په خپل ځای پاتې ده. دغه غړي وویل:

“موږ ډېر اداري مسایل درلودل چې پرې خبري وشوی، خو زه ازاد نه یم چې دا موضوعات له تاسو سره شریک کړم.”

د راپورونو له مخې د نړیوال جام په اړه به وروستۍ رسمي پرېکړه په راتلونکې جولای میاشت کې وشي، خو د کره نېټې په اړه یې لا تر اوسه معلومات نشته. ټاکل شوې د کرکټ نړیوال جام د راتلونکې د روان ۲۰۲۰م  د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې د اسټرالیا هېواد په کوربتوب ترسره شي، خو د کورونا ویروس له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی.

د نړیوال جام کوربه اسټرالیا کرکټ بورډ هم څو څو ځلې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د کورونا له امله سږ کال د نړیوال جام ترسره کېدل ناممکنه ده. د اسټرالیا د کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز زیاته کړې، په هغو هېوادونو کې د کورونا ویروس په چټکۍ روان دی، چې لوبډلې یې د نړیوال جام برخه‌والې دي. د دې ترڅنګ د پاکستاني کرکټ بورډ هم ورته خبرې کړي او د کرکټ نړیوالې شورا څخه یې غوښتي، چې نړیوال جام سږ کال نشي ترسره کېدای. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې