افغانستان کریکټ

۷ کلونه مخکې په همدې ورځ د افغانستان لپاره د ویاړه ډګه ورځ

د افغانستان کرکټ ملې لوبدلې اووه کلونه مخکې په همدې ورځ د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي له لورې دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې ملې لوبډلې له ډېرو هلو ځلو او خواریو وروسته دې ځای ته ځان رارسولي. د بورډ په خبره، چې افغان لوبډلو د نورو هیوادونو خلاف دویمه درجه غړیتوب خورا په چټکۍ سره ترلاسه کړ. بورډ لیکلي:

«افغان لوبډله له نن اووه کاله وړاندې په همدې ورځ له ډېرو هلو ځلو او خواریو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د دویمه درجه غړیتوب لرونکو لوبډلو په نوملړ کې شامله شوه او یوازېنۍ لوبډله ده چې دغه ستر ویاړ یې په کمه موده کې ترلاسه کړی و.»

له هغه وروسته افغان کرکټ ملې لوبډلې د ډيرو بریاوو او ښو لوبو په ترسره کولو سره د کرکټ نړیواله شورا راضي کړه او ورڅخه یې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. افغان کرکټ ټیم په ۲۰۱۷م کال کې د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه د بشپړ غړیتوب څښتنه شوه او دا ورځ د افغان کرکټ بورډ، افغان لوبډلې او ټولو افغانانو لپاره د ویاړ یوه ډکه ورځ وه. چې څو ورځې مخکې افغان کرکټ بورډ هم د دې ورځې خاص ستاینه پر خپل رسمې فیسبوک پاڼې وکړه او دا ورځ یې په خاصو مراسمو سره ولمانځل.

د یاد غړیتوب په اساس افغان لوبډله کولای شي رسمې ټیسټ لوبې او د قوي لسو هیوادونو په وړاندې د کرکټ لړۍ ترسره کړې. تر بشپړ غړیتوب وروسته افغان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه ۴ نړیوالې ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې لومړۍ هغه یې هند، دوهمه یې د ایرلینډ، درېیمه یې د بنګله دېش او څلورمه ټیسټ لوبه یې بیا د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړې ده.

افغانانو ایرلینډ او بنګله دېش ته په یادو ټیسټ سیالیو کې ماته ورکړې، خو له هند او ویسټ انډيز هیوادونو څخه یې بیا ماته منلې ده. ټاکل شوې افغان لوبډله خپله رسمې پنځمه ټیسټ لوبه د روان کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې سره د اسټرالیا په کوربتوب ترسره کړي.   

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې