افغانستان کریکټ

کرکټ بورډ د شپږ بهرنیو روزونکو معاشات کم کړي.

کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې شپږ بهرنیو روزونکو او تخنیکي کارکونکو معاشاتو کې پنځوس فیصده کمښت راوستی.

د کرکټ بورډ مسولین وایي چې د کرونا وبا له وجې افغان کرکټ بورډ پریکړه کړې چې تر څو پورې نړیوال کرکټ نه وي پیل شوی نو د ملي لوبډلې ټولو بهرنیو روزونکو او کارکونکو ته به پنځوس فیصده معاش ورکوي.

د کرکټ بورډ دې پریکړې سره زیات شمیر د کرکټ څارونکو خوښي ښودلې او د کرکټ بورډ د یادې پریکړې ملاتړ یې کړی . دوی زیاتوي چې یادې پریکړې سره به د کرکټ بودیجه بچت شي.

د کرونا وبا له وجې نړیوال کرکټ له تیرو درې میاشتو راهیسې په ټپه ولاړ دی د نړیوال کرکټ دریدو  پخاطر د کرکټ نړیوالو شورا ته زیات اقتصادي زیان اړولی شوی دی.

راپور: خیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې