دلوبغاړو په اړه

ډیرن سیمی اوس هم د نژاد پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له کریکټ نړیوالې شورا غوښتنه کوي

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پخواني کیپتان ډیرن سیمی په پرله پسې ډول د قوم پرستۍ (نژاد پرستۍ) پر وړاندې خپل غږ لوړ ساتلی دی. او له کریکټ نړیوالې کمیټې یې هم غوښتې دې چې د نژاد پرستۍ پر وړاندې خپل غږ پورته کړې.

سیمی د افریقایي تور پوستي جورج فلاېډ یادونه وکړه، چې تېره میاشت په امریکا کې د امریکایي پولیس له لوري په بې رحمه توګه ووژل شو. چې د نوموړي مړینې په امریکا او په ګڼو نورو هېوادنو کې سخت غبرګونونه را وپارول. د جورج فلاېډ مړینې د نورو وګړو سربیره د نړۍ مشهوره لوبغاړو غبرګونونه هم را وپارول. چې د هغو لوبغاړو له جملې څخه یو هم پخوانی وېسټ انډېزی لوبډلمشر ډیرن سیمی دی. چې په ځلونو ـ ځلونو یې د نوموړي مړینه غندلې ده او دا کار یې د انساني حقوقو خلاف بللی دی. او د کریکټ نړیوالې شورا یې غوښتې دې چې د تور پوستو لپاره دې خپل غږ اوچت کړې.

وېسټ انډېزی لوبډلمشر (سیمی) ادغا کوي، چې کریکټ هم له توکمپالنې خالي نه دی. او په کریکټ کې دی څو ځلې د نژاد پرستۍ سره مخ شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې