دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ ملي لوبډله د ځوانو لوبغاړو په شتون کې سبا انګلستان هیواد ته سفر کوي

په پام کې ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله د درې شل اوریزه او درې ټیسټ لوبو لپاره انګلستان هیواد ته سبا سفر وکړي.پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا خپله نوې لوبډله چې پکې اظهر علي د ټیسټ او بابر اغظم بیا د شل اوریزه لوبو کيپتاني په غاړه لري ورسره په لوبډله کې ، عابد علي، اسد شفیق، فهیم اشرف، فواد عالم، اماد وسیم، افتخار احمد،امام الحق، خوشدیل شاه، موس خان ، محمد عباس، نسیم شاه، روخیل نذیر، سرفراز احمد، شاهین شاه افریدی، سهیل خان، شان مصعود، عثمان شینواری، او یاسر شاه شامل لوبغاړي دي.پاکستان کرکټ بورډ څه موده وړاندې خپل ۲۹ کسیزه سکواډ اعلان کړ چې پکې د لس لوبغاړو د کرونا ټیسټ مثبت راووته،

په یادو لوبغاړو کې ،حارث روف، شاداب خان، حیدرعلي ، فخر زمان ، عمران خان ، کاشف بهتي ، محمد حفیظ ، محمد حسنین ، محمد رضوان او وهاب ریاض شامل و.پاکستان کرکټ ملي لوبډله به سبا د جون په ۲۸ نېټه انګلستان هیواد ته سفر وکړي.او د دواړو لوبډلو ترمنځ به د سیالیو پیل د جولای په ۳۰ نېټه ترسره وشي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې