نړیوال کریکټ

پاکستان به سبا یکشنبه انګلیستان ته سفر وکړي

د انګلیستان او ویلز کریکټ بورډ (ECB) تائید کړې ده، چې د پاکستان نارینه کریکټ ملي لوبډله به سبا یکشنبه یاد هېواد ته سفر وکړي. ټاکل شوې ده چې د پاکستان او انګلیستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د انګلیستان په کوربتوب درې ټېسټ او درې شل اوریرې سیالۍ تر سره شې.

د انګلینډ کریکټ بورډ پداسې حال کې د یاد خبر اعلان کوي، چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لس لوبغاړي پر کرونا یا کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوې دې. په ورته وخت کې یې د یادو سیالیو نیټې هم ندې په ډاګه کړې.

د تېز توپ اچوونکي محمد حفیظ په ګډون لس پاکستاني لوبغاړي چې د کرونا ټېسټ پایله یې مثبته اعلان شوې ده، په کور کې قرنطین شوي دي او له هېواده بهر د سیالیو لپاره غوره شوي نه دي. دا لوبغاړي انګلیستان سفر ته له تللو څخه منع شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې انګلیستان کریکټ ملي لوبډله به د جولای پر اتمه نیټه نړیوال کریکټ پیل کړې. انګلیستان به له وېسټ انډېز سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د جولای پر اتمه نیټه مخ شي. د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به درې ټېسټ لوبې د انکلیستان په کوربتوب تر سره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې