افغانستان کریکټ

ملې لوبډله به له یوه میاشتنې تمریناتي کمپ وروسته څه کوي؟

د افغانستان کرکیټ ملې لوبډلې څو اونې وړاندي یو میاشتنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چي لوبغاړي په بیلابیلو برخو کې تمرینونه ترسره کوي. دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکیټ لوبغالي کي پيل شو، چي پکښي ۲۴ تنو لوبغاړو ګډون کړی.

په یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۴ افغان لوبغاړي شامل دي:

« لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، نجیب الله ترکې، افتاب عالم، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف.» افغان کرکیټ بورډ ویلي، چي یاد تمریناتي کمپ د کرکیټ نړیوالي شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان عامي روغتیا وزارت د لارښوونو په چوکاټ کې د کرونا په وړاندي د ټولو لارښوونو او روغتیايي اُصولو په مراعتولو سره ترسره کیږي.

افغان لوبغاړو ته تمرین ورکوونکي روزونکي وايي، په یاد روزنیز کمپ کي د لوبغاړو پر تکړښت، غوره توپ اچوني او توپوهني او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتوالي کار کیږي.

اوس پوښتنه داده چې افغان کرکټ ملې لوبډله به تر یاد تمریناتې کمپ وروسته څه کوي؟

د سکیجول له مخې ټاکل شوې چې زمبابوې کرکټ ملي لوبډله به راتلوونکي میاشت له افغانستان سره پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي او بیا به ددغه کال په وروستیو کې له اسټرالیا او هندوستان سره سيالۍ ولري.

د افغان کرکیټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي، چي دا یوازینۍ ټیسټ لوبه د آسټرالیا په کوربتوب په پرت«Perth» کرکیټ لوبغالي کي د نومبر میاشتي له ۲۱مي تر ۲۵مي نېټې ترسره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ لا د دې سیالیو د ترسره کولو او نه ترسره کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د احتیاط لپاره یې په کابل کې د ملي لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ هم په لاره اچولی دی.

له هغه وروسته د افغانستان کرکټ ملې لوبډله په اکتوبر میاشت کې شل اویزه نړیوال جام په مخکې لري. افغانستان کرکټ ملې لوبډله په نړیوال جام کې له هندوستان، سویلې افریقا او انګلستان کرکټ ملې لوبډلو سره په یوه ګروپ کې راغلي.

ټاکل شوې د کرکټ نړیوال جام د راتلونکې د روان ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې د اسټرالیا هېواد په کوربتوب ترسره شي، خو د کورونا ویروس له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی.

د راپورونو له مخې د نړیوال جام په اړه به وروستۍ رسمي پرېکړه په راتلونکې جولای میاشت کې وشي، خو د کره نېټې په اړه یې لا تر اوسه معلومات نشته. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې