افغانستان کریکټ

د شهید شیراز غوره لیګ سیالۍ د رودات تندر لوبډلې په ګټه پاې ته ورسیدي

د شهید شیراز غواره لیګ سیالۍ څو ورځي واړاندې په روداتو ولسوالۍ کې د حصارشاهي په سیمه کې پیل شوې وي، په شیراز غوره لیګ کې لس لوبډلې شاملې وي چې نن یې پاې لوبه د رودات تندر ټایګرز او موج ای لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،په یاده لوبه کې رودات تندر لوبډلې لومړی ټاس وګټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه،تندر لوبډلې د اومید مموزي د ښي توپ وهنې پرمټ په ټاکلې لس اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۱۶۳ منډې ترلاسه کړي او موج ای لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو ستر هدف په مخ کې کيښود.

د موج لوبډلې لپاره لیاقت سادات ترټولو بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او تر اخره یې د ۱۶۴ منډو هدف په مکمل ډول تعقیب کړ اما د سیالۍ په اوم اور کې یې د ۹۰ منډو وروسته خپله ویکټ اصرار اتل ته وبایلله، له دې وروسته د موج لوبډلې خپه وښویده او سیالۍ په ۹ منډو تندر لوبډلې ته وبایلله.دغه سیالۍ چې زیات شایقن یې درلودل د مینوالو لپاره خورا خوندوري وي .

د روداتو ولسوالۍ د ورزش څانګې امر قاري اسحاق بدلون له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چې د ځوانانو لپاره د ولسوالیو په سطخه ټورنمیټونه وباسي ترڅو ځوانان لا تشویق شي.
بل پلو د اروښاد شهید شیراز ورور وایي،، کله چې شیراز ژوندی و نو زه به ډېر دې لوبغالي ته راتلم اوس نو ژوند یو څه سخت شوې.خو دغه ډول ټورنمینټونه د ځونانو لپاره ډېره ښه تمامیدلی شي،،


همدا شان د لوبې یو ګډون وال دغه ډول سیالۍ د ځونانو لپاره خورا ښه او دا یې د کرکټ د پرمختګ لپاره ښه سیالۍ و وبللي.
د یادولو وړ ده چې رودات تندر ټایګرز لوبډلې څه موده مخکې د شرق راډیو تلویزون ترنامه لاندې ټورنمینټ پاې لوبه هم ګټلي وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې