دلوبغاړو په اړه

د سویلې افریقا تیز توپ اچونکې ډیل سټیڼ ۳۷ کلن سو

ډیل سټین د سویلې افریقا ښې لاستی تیز توپ اچونکی دي، چې په۱۹۸۳م کال کې د جون میاشتې په ۲۷ مه د سویلې افریقا په فلابوروا ښار کې زېږیدلی دي. ډیل سټين دسویلې افریقا یو له با تجربه او پیاوړ لوبغاړو څخه دی چې هر وخت یې د خپل ملې ټیم لپاره شې لوبې ترسره کړي دي.

ډیل سټين د خپل ټیم لپاره تر دې دمه ۹۳ ټیسټ، ۱۲۵ یورځنۍ او ۴۷ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي. د دې ترڅنګ هغه په هندوستان سوداګریز لیګ کې تر نورو لیګونو ډیري ۹۲ سیالۍ ترسره کړي دي.

سټين د ټیسټ لوبو په ۹۳ سیالیو کې ۴۳۹ ویکیټې اخیستې چې، په یوه لوبه کې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۶۰ منډو په بدل کې د ۱۱ لوبغاړو سوځول دي. سټین د یو ورځنیو لوبو په ۱۲۵ سیالیو کې ۱۹۶ ویکیټې اخیستې دي، چې د یو ورځنیو لوبو په یوه سیالۍ کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۳۹ منډو په بدل کې بیا ۶ لوبغاړو سوځول دي.

او د خپل هیواد لپاره په ۴۷ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۶۴ ویکیټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۹ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړو سوځول دي. همدارنګه ډیل سټین د هندوستان په سوداګریز لیګ کې په بیلابیلو لوبډلو کې ۹۲ سیالۍ ترسره کړي، چې د آی پي آیل سیالیو په دې ۹۲ لوبو کې یې ۹۶ ویکیټې اخیستې، د آی پي آیل شل اوریزه لوبو په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۸ منډو په ورکولو سره د ۳ لوبغاړو سوځول دي.

ډیل سټین د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې لپاره لومړی ټیسټ لوبه په ۲۰۰۴م کال کې د انګلستان ملې لوبډلې په وړاندي ترسره کړه، همدارنګه یې د ټیسټ لوبو اخیرنی سیالی په ۲۰۱۹ کال کې د سریلانکا کرکټ ټیم په وړاندي ترسره کړه او له هغه وروسته دې پیاوړي لوبغاړي له ټیسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه. ډیل سټین وویل:

((زه غواړم په کرکټ کې د هرچا څخه ډیره زیاته مننه وکړم ، هیڅ څوک مشخص ندي ، ځکه چې هرڅوک په دې فارمټ کې زما د سفر برخه وه. د تقاعد له اعلان وروسته هغه وویل “نن زه د لوبې له هغه فارمټ څخه لرې یم چې زه ډیره مینه ورسره لرم. زما په نظر ټیسټ کرکټ د کرکټ لوبې غوره نسخه ده. ټیسټ کرکټ تاسو په ذهني ، فزیکي ، احساساتي ډول ازمائې. ډیل سټین ټیسټ کرکټ تر نورو فارمټونو موهم وباله.)) دا ۳۷ کلن لوبغاړی د سویلې افریقا ملې لوبډلې ترڅنګ په یو شمیر نورو لوبډلو کې هم د سویلې افریقا هیواد په استازولې لوبیدلې دی. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې