افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حمید حسن یو ځل بیا د شل اوریزه نړیوال جام خوبونه ویني

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوم وتي کرکټر حمید حسن یو ځل بیا خپل تمرینات پیل کړل.حمید حسن هيله څرګنده کړې چې راتلونکې نړیوال شل اوریزه جام کې به بیا هم د افغانستان نماینده ګي وکړي.

حسن ویلي،، زه تقریباً ۷۰ یا هم ۸۰ فیصده جوړ شوې یم او لاهم ډېر زیات تمرینات ترسره کوم ترڅو خپل فیټنیس په څو اونیو کې ۹۰ فیصده بشپړ کړم زه هڅه کوم یو ځل بیا ملي لوبډلې ته لار پیدا کړم او له هغه وروسته افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ویاړونه راوړم نوموړي زیاته کړه زه په هیڅ کوم کس او یاهم په لوبډله نه بوج کیږم زه چې کله په ځان اعتمادي شومه چې څلور اوره کولای شم نو بیا به زه بورډ ته وایم چې ما په ټیم کې واچوۍ همدا شان د افغانستان د ملي لوبډلې د فیټنیس روزنکي عبدالمنان مصعود هم د حمید حسن د ښه کیدو ډاډ ورکړی او خوښې یې ښودلي چې نوموړی به یو ځل بیا د ملي لوبډلې برخه وګرځي،،

حمید حسن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو تن چټک بالر و چې د توپ اچونې بڼه یې ځانګړی خوند لري.حسن په ۱۹۸۷ م کال کې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې وزیږید.نوموړي خپله وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۹ م کال کې د نړیوال جام په جریان کې دپاکستان پر وړاندې ترسره کړه.د شل اوریزه لوبو پیل یې په ۲۰۱۰ م کال کې د ایرلینډ پر وړاندې و.یاده دې وي چې د حمید حسن وروسته په افغان لوبډله کې داسي کوم چټک بالر ونه لیدل شو چې د حمید تشه یې په مکمله توګه ډکه کړې وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې