افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حمید حسن لوبډلې ته د راتلو تکل کړی

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني بهترینه تېز توپ اچوونکي حمید حسن تازه په خپلو خبرو کې څرګنده کړې ده، چې نوموړی لوبډلې ته د راتللو هیله لري. حمید حسن له طلوع نیوز سره په خبرو کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ او پر وینا یې چې له پخوا ډېر ښه شوی دی.

حمید حسن له یاد خصوصي ټلویزون سره په خبرو کې وویل: ((پر لوبډلې او افغان کریکټ بورډ نه غواړم بوج شم. ځانته دوکه نشم ورکولی کله چې پر ځان اعتمادي، باوري شوم، د لوبې زور مې درلود کولی مې شول چې څلور اوورنه وکړم نو پر همدې اساس به په اسیا جام او نړیوال جام کې ولوبېږم.)) حمید حسن وایي، اوس مهال یې حالت ۸۰ سلنه ښه دی.

نوموړی چې په مرکز کابل کې یو ځای د ملي لوبغاړو سره په تمریناتو بوخت دی ویې وویل، چې غواړي د توپ اچونې تر څنګ پر خپل فټنس هم کار وکړي تر څو روغتیایي حالت یې ۹۰ سلنه ښه شي. په ورته وخت کې د کریکټ روزونکي عبدالمنان مسعود وویل، چې حمید حسن په بشپړه توګه ښه شوی دی، او تمه شته دی چې نوموړی به په راتلونکې کې یو ځل بیا په نړیوالو ډګرونو کې ولیدل شې.

حمید حسن د هېواد کریکټ ملي لوبډلې یو ځلاندا لوبغاړی دی. خو ډیری وخت د ټپونو له امله له لوبډلې لرې پاتې شوی دی. حمید حسن د افغان لوبډلې لپاره ۲۲ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ تر سره کړې دې چې پکې نوموړي ۳۲ لوبغاړي سوځولي دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې