لیګونهنړیوال کریکټ

د هند نوی فرمایش، خو پاکستان لپاره د زهرو غړپ!

د کرکټ نړیوالې شورا او یو شمېر هېوادونو ترمنځ د کرکت په مختلفو سیالیو وروستی جنجال لا هم دوام لري، چې پکې هند او پاکستان یو بل سره ښکر په ښکر دي. د کرونا وایریس خپریدو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا پلان شوې د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ او اسیا کپ د نامعلوم برخلیک سره مخ دي، خو ترڅنګ یې د کرکټ نړیوالې شورا سره د غړیو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د دوه اړخیز سیریزونو د لغوه کېدو سربيره د کرکټ مشهوره تجارتي سیالۍ هم ځنډیدلې دي، چې اوس پرې جنجال اوج ته رسیدلی دی. د کرکټ نړیواله شورا هڅه کوي، چې د راتلونکي نړیوال جام ۲۰ اوریزه سیالۍ په خپلې ټاکلې نېټه ترسره شي،

خو د سیالیو کوربه اسټرالوي کرکټ بورډ یې مخکې خنډ دی او په خبره یې سږ کال به د دغه جام سیالۍ په یاد هېواد کې د کرونا وایرس له امله ترسره نشي. د پلان شوي مهالویش له مخې نړیوال جام څخه وړاندې د کرکټ اسیایي شورا د اسیا جام سیالۍ د پاکستان په کوربه توب راتلونکې سیپټمبر میاشت کې پلان کړې دي، خو اوس یې ترسره کېدو او ځای په اړه خبرې لا هم نامعلومې دي. که څه هم پاکستاني کرکټ بورډ د سږ کال اسیا جام سیالیو کوربه توب سریلنکا کرکټ بورډ سره په راتلونکې پړوا بدل کړی دی، خو هند یې مقابل کې خنډ جوړ شوی دی. د هندي کرکټ بورډ د وروستیو څرګندونو له مخې پاکستان دې خپل راتلونکي PSL شپږم پړوا سیالۍ لغوه کړي

او پر ځای دې د اسیا جام لوبې راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې په خپل کوربه توب سره ترسره کړي، چې ښایي پاکستان ته دا کار ستونزمن تمام شي. د هندي کرکټ بورډ لخوا دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي، چې د پاکستاني بورډ چارواکو د سږ کال هند مشهوره تجارتي IPL سوداګریزه سیالیو ترسره کېدو پر ځای د نړیوال جام او اسیا کپ سیالیو په ترسره کېدو ټینګار کاوه او داسې وانګیرل شوه، چې پاکستان نه غواړي د هند کورني کرکټ سږ سیالۍ ترسره شي. هندي کرکټ بورډ کوښښ کاوه،

چې د خپل کرکټ لیګ سیالیو لپاره ان د نړیوال جام سیالۍ وروسته کړي، خو په دغه کړنه یې پاکستان لخوا په زغرده مخالفت وشو، چې اوس یې مقابل کې هند د پاکستان کورني کرکټ سیالیو د لغوه کېدو خبره راپورته کړه. لا تر اوسه نه ده څرګنده چې د کرکټ نړیوال جام او اسیا کپ سیالۍ به په ټاکلې نېټې سره ترسره شي او که به ترې د هند غوره لیګ سیالۍ را وړاندې شي، خو لا هم نږدې یوه نیمه میاشت وخت پاتې، څو د کرکټ نړیواله شوره له اسیايي شورا او یو شمېر هېوادونه سره د یادو سیالیو په ترسره کېدو هوکړې ته ورسیږي. احسان الله ساپی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې