دلوبغاړو په اړه

د جوفرا آرچر لپاره ښه زېری!

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاړوی تیز توپ اچونکي جوفرا آرچر د کرونا ټیسټ پایله د دوهم ځل لپاره هم منفي وختله. آرچر وروسته له هغه دوه ځلي د کرونا ټیسټ ترسره کوي، چې د انګلنډ روزونکو دې لوبغاړي ته په دی خاطر لوبډله کې ځای نه ورکوي، چې د کورنۍ غړي یې ناروغه شوي وه.

د جوفرا آرچر کرونا پایله مخکې هم منفې خو د دوهم ځل لپاره یې د احتیاط په خاطر ټیسټ ترسره کړ. د انګلنډ کرکټ بورډ پر خپل رسمې ټویټر پاڼې دا خبر خپور کړی، چې جوفرا آرچر به نن د بندو دروازو تر شاه په روزنیز تمریناتې کمپ کې برخه واخلي. هغه وړمه ورځ په اګېس باول کې د خپلې ملې لوبډلې سره یوځای سو او سر له نن څخه به خپل تمرینات په عادی ډول پیل کړي.

تیره ورځ د انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د دوي د ټولو لوبغاړو د کرونا پایلې منفي ختلي، دا په داسي حال کې ده چې د ۲۲ورځو په جریان کې د ۷۰۲ کسانو د کرونا ټیسټونه ترسره سوي، چې پدې کې لوبغاړي ، د ملاتړ کارمندان ، د لوبې چارواکي ، د انګلستان د کرکټ بورډ کارمندان ، د ځای کارمندان او د هوټل کارمندان شامل دي. ټاکل سوي د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره د انګلستان په کوربتوب درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبي ترسره کوي. انګلستان او پاکستان هیوادونه لومړی درې ټیسټ لوبي د جولای له ۳۰مي بیا د اګسټ میاشتي تر ۲۴مي نېټې پوري ترسره کوي.

همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هیوادونه درې شل آوریزه لوبي د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي. د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کي مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور دغاړي ده. پاکستان هیواد به په داسي مهال له انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره درې ټیسټ او درې شل اوریزه لوبي ترسره کړي، چي انګلستان له هغه مخکي د ویسټ انډيز سره درې ټیسټ لوبي لري.

انګلستان په خپل کوربتوب د ویسټ انډيز سره لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه د جولای میاشتي په ۱۶مه او وروستۍ ټیسټ لوبه بیا د جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې