نړیوال کریکټ

کلیر کونور د ام سي سي مشرۍ ته ټاکل شوې

ټاکل شوې استرالیایي کلیر کونور د ام سي سي رییس شي،کلیر به خپله دنده د راتلونکي اکټوبرپه میاشت کې پيل کړي.کلير د سریلانکایي کومار سنګاکارا لخوا ټاکل شوې څوګ چې د میلبورین کرکټ کلب بهرنی مشر دی.کلیر ویلي،، زه ډېره خوشاله یم چې د

MCC

راتلونکې مشري په غاړه اخلم،زه به په دې برخه کې نور هم پرمختګ وکړمه، ایم سي سي د کلبونو په برخه کې ترټول غوره کلب دی او مونږ به پکې ډېر ویاړونو ترلاسه کړو،زه ډېره خوشاله شوم کله چې ماته د دې بست وړاندیز وشو،،کونوراوس مهال د انګلستان د ښځینه ټیم مدیره ده هغه په ۲۰۰۹ م کال کې دې برخې ته په افتخارې ډ‌ول ځان نوماند کړ.همدا شان د ام سي سي مشر کومار سنګاکارا

ویلي،، زه ډېره زیات خوشاله یم کلیر د دې دندې کولو لپاره تیاره ده،زه ډاډه یم چې کونور به د ام سي سي سره د پام وړ مرسته وکړي،،یاده دې وي کلیر کونور په نړیوال کرکټ کې هم د انګلستان ملي لوبډلې لپاره ځانګړې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې