دلوبغاړو په اړه

ځانګړي مقاله: پنځه توپ وهوونکي چې کولی شي د روهېت شرما د ۲۶۴ منډو نړیوال ریکارډ مات کړي

د هند کریکټ ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر روهېت شرما په ۲۰۱۴ م کال کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د کلکتې په آډن ګاډنېز کریکټ لوبغالي کې په یو ورځنۍ لوبه کې په یوه سیالۍ کې ۲۶۴ سترې منډې جوړې کړې. چې دا ځانګړی ریکارډ تر دې دمه پورې هېڅ کوم لوبغاړي له لوري مات شوی نه دی. خو په ننۍ مقاله کې یوې وېبپاڼې ادغا کړې ده چې دا پنځه خطرناک توپ وهوونکي دا ریکارډ ماتولی شې. د افغان کرېکنفو درنو لستوونکو! دا چې دا کوم لوبغاړي دي په ننۍ مقاله کې به یې په ډاګه کړو مونږ سره پاتې شئ.

۱- ډوېډ وارنر

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهوونکی وارنر یو له هغو لوبغاړو څخه ګڼل شوی دی. چې آټکل کېږي دغه اسټرالیایي توپ وهوونکی د روهېت شرما د ۲۶۴ منډو ریکارډ مات کړي. وارنر په نړیوال کریکټ کې یو له پیاوړو توپ وهوونکو څخه شمېرل شوی دی. او ډیری وخت یې په لوبغالي کې تر پایه پورې توپ وهنه تر سره کړې ده. نوموړي په ټېسټ کریکټ کې هم خورا ښه سیالۍ تر سره کړې دې. چې په ټېسټ کریکټ کې یې درې ځله سلیزه هم وهلي ده. د ډوېډ وارنر سترې منډې په یوه پنځوس اورېزه سیالۍ کې ۱۷۹ دي. چې دا سیالۍ یې په ۲۰۱۷ م کال کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د اډلېډ په لوبغالي کې تر سره کړې وه.

۲- جیسن روی

انګلیستانی توپ وهوونکی په اوسني وخت کې یو له عالي توپ وهوونکو څخه دی. جیسن روی ۸۷ یو ورځنۍ کریکټ سیالۍ تر سره کړې دې. چې پکې یې ۳۴۳۴ منډې جوړې کړې دې. دې خطرناک توپ وهوونکي په شل اورېز کریکټ کې ۹ سلیزې او ۱۸ نیمه سلیزې وهلې دي. په شل اورېز کریکټ کې جیسن روی ۳۵ شل اوریزې لوبې تر سره کړې دې. چې پکې یې ۸۶۰ منډې تر سره کړې دې. نو په ورته وخت کې یاده ورزشي وېبپاڼه ادغا کوي چې دا توپ وهوونکی کولی شې د روهېت شرما ۲۶۴ منډو نړیوال ریکارډ ته د پای ټکی کېږدې او دا ریکارډ په خپل نوم کړي.

۳- ایون لیوس

ایون لیوس د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې یو له افسانوې اوپنر توپ وهوونکو څخه دی. چې خورا بریدګره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کوي. دا پیلیز توپ وهوونکی له پاور پلی څخه پوره ګټه پورته کوي. او ډیری هڅه کوي چې لوړ شاټونه ووهي. هغه د وېسټ انډېز لپاره ۵۱ یو ورځنۍ او ۳۲ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ یې تر سره کړې دې. نوموړي په ۵۱ پنځوس اورېزو سیالیو کې ۱۶۱۰ منډې جوړې کړې دې. په ورته وخت کې هغه ۳۲ شل اورېزو سیالیو کې ۹۳۴ منډې تر سره کړې دې. هغه په پنځوس اورېز کریکټ کې په یوه سیالۍ کې ۱۷۶ سترې منډې جوړې کړې دې. چې له همدې کبله له دغه لوبغاړي څه تمه کېږي چې د روهېت شرما یاد نړیوال ریکارډ مات کړي.

۴- آرون فېنچ

آرون فېنچ په شل اورېز او پنځوس اورېز کریکټ کې خورا لوی لوی اننګزونه لوبولي دي. د نوموړي د لوبې تر سره کولو طرز هم خورا خطرناک دی. او توپ اچوونکی دې ته اړ کوي چې تر خپل پریشر لاندې راولې. نوموړي په ۱۲۶ یو ورځینو سیالیو کې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې لپاره ۴۸۸۲ منډې جوړې کړې دې. دې لوبغاړي د اسټرالیا کریکټ لوبډلې لپاره ۶۱ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ هم تر سره کړې دې. او پکې یې ۱۹۸۹ منډې جوړې کړې دې. دا لوبغاړی د دې وړتیا لري چې د روهېت شرما ۲۶۴ منډو نړیوال ریکارډ مات کړي.

۵- کولین منرو

د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې سټار اوپنر لوبغاړی کولین منرو یو خطرناک پیلیز توپ وهوونکی پېژندل شوی دی. او دا لوبغاړی د روهېت شرما د یاد نړیوال ریکارډ ماتولو وړتیا لري، نوموړی په یو شمېر لیګونو کې لوبېږي چې له پیل څخه یرغلیز دریځ غوره کوي. او خورا اسمان چکې شپږیزې وهي. دا لوبغاړی ښایې د روهېت شرما د ۲۶۴ منډو نړیوال ریکارډ مات کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې