دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

وسیم خان :محمد حفیظ ډېر وخت د کرکټ د اصولو څخه سرغړونه کړې

د سي شنبې په ورځ پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د لس پاکستاني لوبغاړو د کرونا ټیسټ مثبت و چې پکې د محمد حفیظ ټیسټ هم مثبت راوتلی و.خو پرون د چهارشنبې په ورځ چې محمد حفیظ په فردي ډول خپل ټيسټ وکړ نو منفي راووتلو،اوس د پاکستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس وسیم خان ویلي،، په ټولنیزو رسنیو کې د محمد حفیظ منفي ټيسټ راوتل مونږ ته ستونزې راولاړې کړې دي حفیظ له مرکزي قرارداد څخه هم بي برخې شوې او هڅه کوي چې زیات وخت د کرکټ د اصولو څخه سرغړونه وکړي.

حفیظ حق لري چې په فردي ډول ټیسټ وکړي مګر باید لومړی یې مونږ ته خبر راکړی وی ځکه هغه پاکستان کرکټ بورډ ته ستونزه جوړه کړی ده.دا لومړی ځل نه دی چې حفیظ په رسنیو کې زموږ قواعد ماتوي،،د محمد حفیظ دغې کړنې پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا په دې مجبور کړ چې د ۲۹ لوبغاړو ټيسټ بیا د سره وکړي.هغه لوبغاړي چې ټیسټ یې منفي دی په لاهور کې دي دوی به دوهم ازموینه نن ترسره کړي.ټاکل شوې پاکستان کرکټ ملي لوبډله د جون په ۲۸ نېټه انګلستان هیواد ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې