نړیوال کریکټ

د پاکستان کرکټ بورډ غوښتنه له آی سي سي څخه!

د پاکستان کرکټ بورډ له آی سي سي څخه غوښتنه کړې چې دوی ته دې د هندوستان کرکټ اداري څخه داسې لیکلي ضمانت ورکړي، چې د راتولونکو دوو نړیوالو جامونو پر مهال به پاکستانې لوبغاړو ته په یاد هیواد کې هیڅ ستونزه نه جوړیږي.

پاکستان کرکټ بورډ دا خبري په داسې حال کې ترسره کوي چې د ۲۰۲۱م نړیوال شل اوریزه جام او ۲۰۲۳م پنځوس اوریزه نړویوال جام کوربتوب هندوستان کوي. د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس وسیم خان وویل:

” آی سی سی دوه نړیوال جامونه ۲۰۲۱م شل اوریزه نړیوال او ۲۰۲۳م پنځوس اوریزه نړیوال جام په هندوستان هیواد کې ترسره کوي، نو موږ له آی سی سی څخه غوښتنه کړې چې د هندوستان کرکټ اداره دي داسې لیکلي ضمانت راکړي چې د راتولونکو دوو نړیوالو جامونو پر مهال به پاکستانې لوبغاړو ته په یاد هیواد کې هیڅ ستونزه نه جوړیږي.”

ددې ترڅنګ وسیم خان زیاته کړه چې د ۲۰۲۰م نړیوال جام ترسره کیدل په اسټرالیا کې امکان نلري. که چیرې ۲۰۲۱م شل اوریزه نړیوال ترسره شې، ایا دا به د اسټرالیا په کوربتوت ترسره کیږي که د هندوستان؟ دا هغه جالبه پوښتنه ده چې اوس د نړویوالو کرکیټرانو په ذهنونو کې یې ځای پیدا کړی دی. دا ځکه چې په ۲۰۱۸م کال کې آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا دا پریکړه وکړه، چې د ۲۰۲۱م شل اوریزه نړویوال جام اتم فصل په هندوستان هیواد کې ترسره کړي.

اوس پوښتنه داده چې آیا ۲۰۲۰م شل اوریزه نړیوال جام به ترسره سې که نه؟ ځکه ټاکل شوې ده چې په راتلونکی ۲۰۲۱م کال کې د شل اوریزو سیالیو بل نړیوال جام هم ترسره شي چې د کوربتوب حق یې هندوستان لري. که روان ۲۰۲۰م نړیوال جام ترسره نسي نو ښایي دواړه نړیوال جامونه یو-یو کال وځنډیږي او د روان کال سیالۍ په راتلونکي کال او د ۲۰۲۱م کال نړیوال جام په ۲۰۲۲م کال کې ترسره شي.

۲۰۲۱م نړیوال جام ته افغانستان، هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، انګلستان، ویسټ انډیز، سویلې افریقا او نيوزيلنډ لوبډلو مستقیم لاره پیدا کړي. زمبابوې ، نیپال ، متحده عربي امارات او هانګ کانګ لوبډلې به کولفایې راونډ ترسره کړي. ټاکل شوي ۲۰۲۱م شل اوریزه نړیوال جام  د هندوستان هیواد په کوربتوب اکټوبرـ نومبر میاشت کې پیل سي.  لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې