نړیوال کریکټ

د ټولو انګلستاني لوبغاړو د کورونا ټیسټونه منفې ول!

انګلستان کرکټ بورډ د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلي په وړاندې تر سیالیو مخکې خپلو ټولو لوبغاړو څخه د کورونا ټیسټونه واخیستل، چې د ټولو دا منفې وختل. انګلستان کرکټ بورډ  وروسته له هغې دا خبر ورکوي چې دوي ورځې مخکې د ویسټ انډیز لوبډلې ۲۱ ورځنی قرنطین په انګلستان کې پای ته ورسیدی.

ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملې لوبډلې درې ټیسټ لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي. ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.

دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي.

د انګلستان اعلان شوې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي: 

معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین پوکیز، لیویز ګریګوري، کېټون جینینګ، ډان لاوړینس، جاک لیچ، سقیب مومند، کریګ ایورټون، جېم ایورټون، متیو پارکینسون، اوولي پوپ، اوولي روبینسون، جې روټ، ډام سیبلي، بین سټوکس، اوولي سټون، امر ویرډي، کریس ووکس او مارک ووډ.

او د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله بیا په دې ډول ده:

جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف، کېمر روچ، سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.

دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي. د یادولو وړ ده چې د رسمي ټيسټ لوبو د پیل وړاندې به د انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې ورځنۍ تمریني لوبه هم ترسره شي. انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې.

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې