افغانستان کریکټ

د محمد نبي عیسی خيل تازه مرکه له انیس ساجن سره نوموړي په دغه مرکه کې خپل د خوښې لوبغاړي د خوښې خواړه او ترڅنګ یې نور جالب شیان دلته یې ولولئ

محمد نبي عیسی خيل چې په نړیوال کرکټ کې غټ نوم دی او د الراونډرانو په لړ کې په شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبه کې نمبر ون لوبغاړی دی نن یې له انیس ساجن سره په مرکه کې ویلي،،

افغانستان کې خلک قرنطین دي خو څوګ ورته پاملرنه نه کوي، مونږ اوس په مرکز کابل کې پنځه پنځه لوبغاړي ډلیز تمرین کوو،دا زمونږ لپاره ډېره ستونزمنه وه چې په کور کې پاتې شو، دا ډېر مشکل و چې درې میاشتې مو په کور کې تیرې کړلي،له تیرو څواونیو څخه مونږ خپل تمرینات کووچې ډېر تغیر مو پکې کړی دی،

مونږ اوس بیرته داخلې کرکټ ته راستانه شوې یو او د راتلونکې شل اوریزه جام لپاره خپل تمرینات کوو،ما د روژې په مبارک میاشت تقریباً د ۲۰۰۰ کورنيو سره مرسته وکړه دا یو حقیقت دی چې مونږ د روژې په میاشت کې ډېر خدمتونه وکړل چې په دې برخه کې ماسره درې نور ملګري هم شریک دي زمونږ بنسټ هڅه کوي چې په خورا ښه شکل مخ ته لاړ شي زه دې برخه کې یو څو نور ملګري هم لرم چې دې برخه کې به په راتلونکې کې زمونږ سره همکارې وکړي،ما په ۲۰۰۹ م کال کې خپله لومړی پنځوس اوریزه لوبه وکړه هغه زما یاده ده په هغې کې ما پنځوسیزه ووهله او د افغانستان لپاره مې پکې بریا ترلاسه کړه،

زموږ ټول لوبغاړي مسلکي کرکټران دي چې یوازې کرکټ لوبوي او بل چیرې کار نه کوي،مونږ ۱۴ یا ۲۰ لوبغاړو له ۲۰۰۴ کال راهیسي یوه پرېکړه کړې وه چې په یو اتفاق به جنګیږو،

موږ هڅه کوو چې د لوبغاړو ترمنځ خپل یووالی وساتوکله چې په ټیم کې اتحاد نه وي نو مونږ بیا هیڅ میچ نشو ګټلی،بله مهمه خبره داده چې مونږ یوازې د خپل ملت لپاره لوبیږو مونږ همیشه ګټه غواړو او مخکې تګ کوو،زه اوس بوډا شوې یم د لوبو لپاره ډېر زخمت وباسم سخت تمرین کوم نو له همدې امله په لوبډله کې زیات پاتې شوې یم،۱۱ کاله زما د کرکټ کیږي نن چې زه کوم نوم لرم دا د افغانستان برکت دی زه دا کریډیټ د بل هیواد کوم لیګ ته نه ورکوم،زه که د افغانستان لپاره لوبیږم یا د کوم بهرني لیګ لپاره هغې کې زه سل فیصده باور کوم  چې زه به ښه ولوبیږم زه له الله ج څخه ډېر راضي یم،مونږ په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې دې ته نیږدي شوې وچې پاکستان، هندوستان، سریلانکا او د ده ترڅنګ ویسټ انډیز لوبډلې ته ماته ورکړو خو مونږ تجربه نلرله او همدا لامل و چې ټولې سیالۍ مو وبایللی زمونږ لوبډله به په راتلونکې کې هڅه وکړي چې سیالۍ وګټې،انشاالله که داځل شل اوریزه نړیوال جام په استرالیا کې ترسره شي نو مونږ به پکې بریا ترلاسه کړو که مونږ د استرالیا په پیچونو د ۱۵۰ او ۱۶۰ پورې منډې جوړې کړو نو زمونږ توپ اچونه یې دفاع کولی شي،زمونږ لوبغاړو لکه راشد خان ارمان، مجیب الرحمن، قیس احمد او ظاهر خان هغه لوبغاړي دي چې د استرالیا د لوبغالو سره ډېر بلد دې،راشد او مجیب د نړۍ نامتو بالران دي دوی په افغانستان کې زده کړه کړې افغانستان په سوکه توپ اچونکو کې اوس مهال د نړۍ په لومړي ځای کې قرارا لري،په افغانستان کې اوس کرکټ اول نمبر سپورټ دی مخکې به خلکو فوټبال ډېر ترسره کاوو،ټيسټ کرکټ تل زما لپاره یو خوب و ما د خپل کرکټ په برخه کې دا ډېر غټ ارمان درلود چې زه د خپل کرکټ په تاریخ کې یوه ټيسټ لوبه وکړم زه ډېر خوشاله یم او شکر ګوزاره یم چې درې ټیسټ سیالۍ مې وکړي او له هغې وروسته مې له دې اوږد فارمټ سره مخه ښه وکړه،که چیرته له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړم نو بیا د کوچینګ لپاره پلان نه لرم خو خپله ۲۰ کلنه تجربه به د ځوانو لوبغاړو سره شریکوم،زه اوس مهال سټیو سمیت خوښوم، په هندي بالیوډ کې مې د خوښې لوبغاړی عامر خان دی

په خوراکونو کې مې کابلي پلاو او افغان کباب خوښیږي،په اوسنیو توپ اچونکو کې راشد خان بهترینه توپ اچونکی دی،

زه تراوسه پورې دنړۍ د هیڅ کوم فاسټ بالر څخه نه ویریږم،په سنریز حیدراباد لوبډله کې مې د خوښې لوبغاړی کین ویلمسن دی،

دوبۍ او میلبورین مې ډېر خوښیږي خو میلبورین ځانګړی موسم لري،ماته د راتلونکی ولسمشر لقب کیون پيټرسن راکړ کله چې ما د پاکستان په سوپر لیګ کې په فاینل لوبه کې ۱۶ منډې ترلاسه کړي زه چې هوټل ته راغلم نو پيټرسن وویلي نبي به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي،ټام موډي، فیل سیمونز، او سټيپن فلیمینګ، غوره روزونکي دي،په بالیوډ کې د هیڅ کوم لوبغاړي مینوال نه یم، زه ۱۲ کیلو یا ۱۴ کیلو وچه میوه هر وخت له ځانه سره ګرځوم کله چې د کابل څخه وځم،د هندوستان پخوانی کيپتان ایم ایس ډوني یوغوره او خاموشه انسان دی ماله هغه سره درې ځلي کتلي هغه په واقیعت کې یو ښه سړی دی

زما وروستی پيغام خپلو هیوادوالو ته د روغتیایی چارواکو لخوا ورکړل شوي لارښوونې تعقیب کړئ. خپل لاس په منظم ډول ومینځئ ، ټولنیز واټن وساتئ ، ماسک واغوندئ ، دا خورا مهم دی. د کرونا ویروس شمیر مخ په ډیریدو دی ، نو یوازینی پیغام چې زه یې غواړم هغه دې جدي ونیسي.یاده دې وي چې انیس ساجن له محمد نبي عیسی خیل څخه پوښتنې کړې وي او مونږ یې ټول ځوابونه دلته درته راخیستي و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې