افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ځوان لوبغاړی رحمن الله ګربز وپېژنئ

رحمن الله ګربز د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ښی لاستی توپوهونکی او ویکټ ساتونکی دی، چې په ۲۰۰۱م کال کې د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه زېږېدلی.

ګربز د ملې لوبډلې سره په ۲۰۱۹م کال کي یوځای سو. هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۲۹ شل اوریزه ، ۱۲ فرسټ کلاس او۲۳ يې بیا لیست اې سیالۍترسره کړي دي. په ۲۹ شل اوریزه لوبو کې یې ۷۰۸ منډې کړې دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډې۸۰ دي. او په ۱۲ فرسټ کلاس لوبو کې په ۴۹،۵۲ اوسط سره یې بیا ۹۴۱ منډي کړي،  چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډې ۱۵۳ دي. او په ۲۳ لیست اې سیالیو کې یې بیا  په ۳۸،۵۳ اوسط سره ۵۷۸ منډې جوړي کړي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډې ۱۰۵ دي.

رحمن الله د ملې لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۹م کال کې د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د زیمبابې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه.  دی وتوانید، چې په هغه لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره په ۲۴ توپونو تیزي ۴۳ منډې وکړي. ګربز د افغانستان ملې لوبډلې لپاره تر دې مهاله یوازي په شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی. هغه د ملې لوبډلې ترڅنګ د افغانستان په ۱۹ کلنې او ۱۷ کلنې لوبډله کې هم لوبیدلی.

د دې ترڅنګ دا ځوان لوبغاړی په کور دننه لوبډلو کې د بُست ډیپنډرز، کابل بازانو، خوست ولایت او مس عینک نایټ لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي. همدا شان رحمن الله ګربز د لومړي ځل لپاره د بنګله دېش په اووم پړاو سوداګریز کورني لیګ کې د کولنا ټایګرز لوبډلې لخوا وپیرل شو. د بنګله دېش اووم پړاو سوداګریز کرکټ لیګ  د ۲۰۱۹م کال د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شوی وو، چې پکښې اته افغان لوبغاړي اخېستل شوي وه.

رحمن الله ګربز د ډېسمبر په ۱۲ مه نېټه چې د بنګلديش په تجارتي سياليو کې په لومړي ځل د کولنا ټايګرز لوبډلې لخوا ولوبید په خپله لومړۍ سيالۍ کې یې د نړيوالو پام ځانته راواړاوه او هر اړخيزه شاټونه يې ووهل. ۱۸ کلن ګربز په ياده سيالي کې په ۱۸ توپونو تیزه پنځوسيزه ووهله. نوموړي په یاده شل اوریزه لوبه کې د  ۵ شپږيزو او ۴ څلوريزو پر مټ د کولنا لوبډلې لپاره ۵۰ منډې ترسره کړې. رحمن الله ګربز په بي پي ایل کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود. دا په یو بهرني کرکټ لیګ کې د رحمن الله ګربز لومړۍ لوبه او لومړی ریکارډ وو چې جوړ یې کړ.

د رحمن الله ګربز د خوښې لوبغاړی پخوانی سویلې افریقايې تیز توپوهونکی اې بي ډيویلرز دی.  د رحمن الله ګربز تر ټولو لویه هیله دا ده، چې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې ولوبیږي. د دې ترڅنګ د ویاړ ځای دا دی، چې رحمان الله ګربز د شلو هغو لوبغاړو په قطار کې  راغلی، چې د کرکټ نړیوالې شورا د روانې لسيزې ځلېدونکي لوبغاړي بللي دي.  ای سي سي د ۱۵ بېلابېلو روزنکو او لوبغاړو له نظر پوښتلو وروسته روانې لسيزې کې د ۲۰ غوره ځلېدونکو لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي، چې په هغو شلو لوبغاړو کې دا ځوان لوبغاړی هم شامل دی.

افغان مینوال د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز په ملې لوبډله کې تر ۳۳ کلن شهزاد محمدي ګټور بولي. څو ورځې وړاندې ملې سپورټ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې له مینوالو څخه دا پوښتنه وکړه. ستاسو په نظر اوسني وخت کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې غوره ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز او که محمد شهزاد دی؟ له دې پوښتنې وروسته ۵۲،۵ سلنو مینه والو رحمن الله ګربز ملې لوبډلې ته غوره ویکټ ساتونکی بللی. او ۳۸،۹ سلنو مینه والو محمدشهزاد ملې لوبډلې ته غوره ویکټ ساتونکی وباله، خو ۸،۹ سلنه مینه والو بیا ملې لوبډلې ته دواړه ویکټ ساتونکي غوره بللي وه. رحمن الله ګربز ته په لوبډله کي د شهزاد محمدي پر ځای ونډه ورکړل شوه او د ملې لوبډلې لپاره یې خورا ښې لوبې ترسره کړې، چي د شهزاد محمدي په پرتله یې اوس د بورډ، روزونکو، لوبغاړو او مینوالو زړونه خپل کړي دي. د نړیوالو ترڅنګ افغانان هم رحمن الله ګربز افغان ملې لوبډلي ته یو ښه راتلونکی بولي او ورڅخه خورا لویه تمه لري. رحمن الله ګربز اوس د ۲۴ کسیزې ملې لوبډلې سره یو ځای د کابل په کرکټ لوبغالې کې په تمرینونو بوخت دی. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې