نړیوال کریکټ

ټنډولکر: ملینګا باید خپل سټارټ کې کموالی راولی

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې  د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې نوموتی تیز توپ اچونکی لاست ملینګا باید په خپل سټارټ کې کموالی راولي. د هندوستان کرکټ ملې لوبډلي د وخت مخکښ توپوهونکي دا تازه خبري پر خپلې رسمې ټیوټر پاڼې کړي دي.

ټنډولکر دا خبره په داسې حال کې کوي، چې ملینګا د خپل سټارټ په اوږدو کې بال ښکلوی. سچن ټنډولکر د ملینګا هغه انځور پر خپل ټویټر پاڼې خپور کړی چې د توپ اچونې په وخت کې توپ ښکلوي. د ټنډولکر پر وینا هر لوبغاړی باید د کرکټ نړیوالې شورا ټول تازه قوانین پر ځان عملی کړي، تر څو د کورونا ویروس مخه ونیول شي.

څو اونې مخکې له کرونا ویروس څخه وروسته د کرکټ بیا پیلېدو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا په ۱۶ مخونو کې لارښوونې هم کړې، چې باید لوبډله او لوبغاړي یې عملي کړي.

د دې لارښوونو پر اساس لوبغاړي به په لوبغالي کې واټن ساتي، خوښۍ به نه نمانځي، یو له بل سره به بدنونه نه لګوي؛ خپل سامان آلات به له بل لوبغاړي څخه په جلا ډول استعمالوي او یو لوبغاړی به بل لوبغاړي ته د اوبو د بوتل ترڅنګ هېڅ شی نه ورکوي.

له کرونا ویروس مخکې کله چې به په میدان کې لوبغاړي توپ اچونه کوله، نو خپله خولۍ، جمپر او نور شیان به یې لوبڅار ته ورکول، خو د نوو لارښونو ترڅنګ نور توپ اچونکی دا شیان لوبڅار ته نشي ورکولای، بلکې خپله به یې ساتي.

همدارنګه آی سي سي له ټولو لوبډلو څخه غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې یو ډاکټر له ځان سره ولري، چې هر وخت د ټولو لوبغاړو روغتیايي ارزونه وکړي. نړیوالې شورا په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا لارښوونې یې له خپل روغتیايي ټیم سره په ګډه جوړې کړي دي. کله چې د کرکټ لوبې پیلېږي لوبغاړي اړ دي، چې وار له مخې ځانونه ټیسټ کړي.

ملینګا د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې یو پیاوړي او تیز توپ اچونکې دی، چې هر وخت یې د لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه تر سره کړي ده. دا چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې