افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد خان ارمان او قیس احمد د بولۍ څخه وړاندې اخیستل شوې دي

په پام کې ده چې د ویسټ انډیز سوداګریزه لیګ کرابین د اګسټ په ۱۸ نېټه د ګڼ شمير بهرنیو لوبغاړو په شتون کې پيل شي.د ویسټ انډيز کورني تجارتي لیګ ته نن لوبغاړي لیلامۍ ته وړاندې کیږي خو دوه افغان لوبغاړي د نیلامۍ څخه وړاندې اخیستل شوي چې پکې راشد خان ارمان،د باربادوس تریډنټس لوبډلې او دوهم سوکه توپ اچونکی قیس احمد بیا ګینا امازون واریرز لوبډلې پیرلي دي.

د ځنیو نورو افغان لوبغاړو نومونه هم یادې بولۍ ته ورلیږل شوې چې پکې محمد نبي عیس خيل مجیب الرحمن

او ورته نور لوبغاړي شامل دي.بولي به په انلاین ډول وي او شااوخوا د ورځي په وروستیو وختونو کې به ترسره شي، شاید ترډېره بریده دا ځل دپاکستان هیواد لوبغاړي په کرابین لیګ ونه لیدل شي ځکه هغوۍ د دې سیالیو لپاره کوم ځانګړی وخت نلري.یاده دې وي چې د کرابین لیګ سیالۍ به د حکومت د اجازې وروسته ترسره کیږي چې د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې نامتو کرکټر کریس ګيل به پکې ونه لیدل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې