نړیوال کریکټ

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره بد خبر!

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي لس تنه لوبغاړي په کرونا ویروس اخته سوي. محمدحفیظ، فخرزمان، عمران خان، کاشف بهټي، محمدحسنین، محمد رضوان، وهاب ریاض، شاداب خان، حارث روف او حیدر علې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې په کرونا ویروس اخته سوي. ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې ټیسټ لوبې ترسره کړې.

د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملې لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي. پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي.  د پاکستان ټولې لوبډلي د کورونا ټيسټ ورکړ، چې د لسو لوبغاړو  د کورونا ټیسټونه مثبت وختل. د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور د غاړې ده.

انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي. همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.

ټاکل شوې پاکستانۍ لوبډله د دوهم ځلې لپاره سبا چهارشنبه بیا د کورونا ټيسټ ورکړي.

لیکنه: محمد نسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې