افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

کریم خان صادق :له کرکټ سره مې هغه وخت علاقه کمه شوه په کومه شپه چې د رمضان جام پر سیالیو کې چاودنه وشوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکې کریم خان صادق له کریک ټریکر سره په مرکه کې ویلي،،

په ۲۰۱۸ م کال کې چې کوم برید په ننګرهار ولایت بهسودو سيمه کې ترسره شو زما لپاره ډېر دردونکی و،دا خواشینونکی خبرو،پر دې شپه ما ډېر د کوچنيوالي ملګري له لاسه ورکړل، زه چې کله د لوبغالې څخه د وتو په تکل کې شوم نو دې وخت کې ډېرې درنې چاودنې وشوې چې ما پکې کوښښ کوه ترڅو له خپلو خلکو سره همکارې وکړم،دلته د سیالیو یو اننګز ترسره شوې و، دا په کرکټ کې زما لپاره ډېره بدترینه شپه وه،او له همدې شپې وروسته نه زما پر شونډو مسکا راغله اونه مې له کرکټ سره اوس هغه پخوانۍ علاقه شته،،

کریم خان صادق چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په پيل کې بهترینه توپ وهونکی و اوس د نوې لوبغاړو په راتګ سره د پامه غورځول شوې.نوموړي د افغانستان لپاره ۲۴ پنځوس اوریزې، او ۳۶ یې بیا شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې دي.یاده دې وي چې په ۲۰۱۸ م کال د رمضان پرمبارکه میاشت کې یو تروریستي برید و شو چې پکې اته تنه شهیدان او ۴۵ نور ټپیان شو چې د ټپیانو څخه یې ټول اوس خپل عادي حالت ته راستنه شوې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې