دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کریس ګيل د ۲۰۲۰ م کال کرابین سیالیو سره مخه ښه وکړه

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کرکټر کریس ګيل په یو بیان کې ویلي چې نه غواړې داځل د ۲۰۲۰ م کال

Pcl

لیګ کې ولوبیږي.ځکه کریس ګيل کورنۍ ستونزې لري او په همدې موخه یې نن خبر ورکړ چې په راتلونکي فصل کې به ونه لیدل شي.کرابین لیګ د اګسټ په ۱۸ نېټه پيلیږي او د سیپټمبر د ۱۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي.ګيل تیره میاشت د سینټ لوسیا زوکس لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ، اما د نه لوبیدو خبر یې د ډېرو خلکو لپاره حیراونکی دی.کریس ګيل د نړۍ مشهوره کیڼ لاسی توپ وهونکی دی چې په پي سي ایل کې تر دې دمه ډېرې منډې جوړونکی لوبغاړی هم دی.د وروستیو معلوماتو له مخې به د کرابین لیګ لپاره بولي درواني میاشتې په ۲۴ نېټه ترسره شي.ګیل تراوسه په څو فصلونو کې ۲۳۴۴ منډې ترلاسه کړې چې دا منډې په یاد لیګ کې بل کوم لوبغاړي نه دې کړې.یاده دې وي چې د کریس ګيل په نشتون کې به پي سي ایل ډېر خوند ونه لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې