دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نوټین ګهام شاېر د محمد عباس سره تړون لغوه اعلان کړ

نوټين ګهام شاېر خبر ورکړ چې د پاکستاني چټک بالر محمد عباس سره یې د ۲۰۲۰ م کال کاونټي تړون فسخ اعلان کړ.دا چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د ورزش هر ډول سیالۍ بندې کړې وي نو په همدې موخه انګلستان کې هم سوداګریز لیګ شاید ترسره نشي.

عباس انګلستان ته د سیالیو لپاره د پاکستان په لوبډله کې شامل دی چې د روانې جون میاشتې په ۲۸ به انګلستان هیواد ته د درې ټیسټ او درې شل اوریزه لوبو لپاره سفر وکړي.پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د جولای په ۳۰ نيټه انګلستان سره د سیالیو پرانیسته وکړي.یاده دې وي چې له محمد عباس وړاندې له، استرالیایي ګلین مکسویل، جیمز فالکنر، هندي فوجارا، بي جي واټلینګ، او هندي روي چندر اشوین، سره لوبډلو تړونونه لغوه کړې و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې