دلوبغاړو په اړهلیګونه

مېچل سټارک ثبوت وموند؛ او بي سي سي اي به ۱۱ میلیونه روپۍ ور کوي

مېچل سټارک چې په ۲۰۱۷ م کال کې د وېرات کوهلي تر کیپتانۍ لاندې په آی پي ایل کې ولوبېد. چې له هغې وروسته بیا بل پړاو ته د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې له لوري په ۱۱ کروړه روپیو باندې واخیستل شو. مګر هغه د ټپې کېدو له کبله په ای پي ایل کې ونه شو لوبېد. پداسې حال کې د نوموړي د پیسو په تړاو له نږدې دوه کلونو راهیسې شخړه روانه ده.

د مېچل سټارک د پیسو شخړه له ۲۰۱۸ څخه دوام لري:

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر مېچل سټارک په ۲۰۱۸ م کال کې په هند غوره لیګ کې د نیلامۍ پر مهال د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې له لوري په ۱۱ کروړه روپیو باندې واخیستل شو. خو بدبختانه نوموړی د سوېلي افریقا په سفر کې ټپې شو او له امله یې له کلکتې لوبډلې سره په ای پي ایل کې ونه لوبیده. چې تر اوسه پورې بي سي سي آي نوموړي ته هغه پیسې ندي ور کړي بي سي سي آي له سټارک څخه د ټپې کېدو شواهد غوښتې وه.  چې په نهایت کې تېز توپ اچوونکي خپل ثبتونه بي سي سي اي ته سپارلي دي. سټارک له مخه ویلي وه، چې هغه ته پیسې باید ور کړل شې که چیرې ټپې وې.

مېچل سټارک د سوېلي افریقا پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې ویډیو موندلې ده. په کوم کې چې نوموړی ټپې شوی وه. نو هغه ویډیو یې اوس بي سي سي اي ته سپارلې ده او پدې توګه یې ورته ثابته کړې ده چې هغه ټپې شوی وه. او د هغه وخت د ۱۱ کروړه روپیو بیمې حقدار دی. د نوموړي د قضیې اوریدنه به د اګسټ له ۱۲ مې نیټې څخه پیل شي.   

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې