دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لس پاکستاني لوبغاړي پر کرونا ویروس اخته شوې

پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې له حارث روف، شاداب خان، او حیدرعلي وروسته، فخر زمان ، عمران خان ، کاشف بهتي ، محمد حفیظ ، محمد حسنین ، محمد رضوان او وهاب ریاض. هم پر کرونا ویروس اخته شوې.

PCB

یا پاکستان کرکټ بورډ طبي پرسونل د لوبغاړو سره په تماس کې دی چې ځانونه قرنطین کړي او خپله کورنۍ د دې ویروس څخه لرې وساتي.لاهم پاکستان کرکټ بورډ د دې په تکل کې دی چې یوه مناسبه لوبډله چمتو او د انګلستان سفر ته یې ولیږي.هغه لوبغاړي چې د کرونا ټيسټ یې منفي و لاندې دي. عابد علي ، اسد شفیق ، اظهر علي ، بابر اعظم ، فهیم اشرف ، فواد عالم ، افتخار احمد ، امام الحق ، خوشدل شاه ، محمد عباس ، نسیم شاه ، سرفراز احمد ، شاهین شاه آفریدي ، شان مسعود ، سهیل خان ، یاسر شاه ، عماد وسیم ، او عثمان شینواری، پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د لوبغاړو ترڅنګ یوتن د ټيم ملاتړ کوونکی ملنګ علي هم پر کرونا ویروس اخته شوې.یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ څه موده وړاندې ۲۹ کسیزه لوبډله انګلستان سره د سیالیو په موخه اعلان کړه چې پکې د لس لوبغاړو ټيسټ مثبت راووت.د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی لوبه د راتلونکي جولای میاست په ۳۰ نېټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې