افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د نړۍ پر الروانډرانو راج چلونکی افغان لوبغاړی وپېژنئ!

محمد نبي عیسی خیل د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړې دی. چې په ۱۹۸۵م کال کې د جون میاشتې په لومړۍ نیټه په لوګر ولایت کې زېږیدلی. محمد نبي تر دې دمه ۲۵۸ نړیوالې شل اوریزه، ۱۲۴ یو ورځنۍ او ۳ یې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړي دي. د دې ترڅنګ هغه په کور دننه ۱۵۹ لیست اې او ۳۵ یې بیا  پرسټ کلاس لوبې کړي. محمد نبي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې یو له با تجربه کاره او پیاوړو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت یې د ملې لوبډلې لپاره ښې لوبې ترسره کړي.

یو ورځنۍ لوبې یې:

محمد نبي په ۱۲۴ یو ورځنیو سیالیو کې په ۱۱۲ پاڼیو کې توپوهنه ترسره کړې، چې په ۱۱۲ پاڼیو کې یې ۲۷۸۲ منډي ترسره کړي دي. د يو ورځنیو لوبو په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډيري منډي ۱۱۶ دي. دې لوبغاړې په یو ورځنیو لوبو کې یوه سلیزه، او ۱۵ یې بیا پنځوسیزې وهلې. نبي په یو ورځنیو لوبو کي ۱۷۴ څلوریزې او ۸۸ یې بیا شپږیزي وهلي او د دې ترڅنګ یې په دې فارمټ کې ټول ۵۵ کیچونه نیولي. هغه د توپوهنې ترڅنګ په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۰ ویکټې هم اخیستي. په یوه پاڼې کې یې ښه توپ اچونه  دا ده، چې د ۳۰ منډو په مقابل کې یې ۴ لوبغاړي سوځولې دي.

شل اوریزه لوبې یې:

محمد نبي د ۲۵۶ شل اوریزه سیالیو په ۲۱۶ پاڼیو کې توپوهنه ترسره کړې، چې په دې ۲۱۶ پاڼیو کې یې ۳۹۵۱ منډي کړي، چې په هره لوبه کې يې اوسط منډي ۲۲،۷۰دي. د شل اوریزه لوبو په یوه لوبه کې يې تر ټولو ډیرې منډي ۸۹ دي. دا لوبغاړی په شل اوریزه لوبه کې له ځان سره کومه سلیزه نه لري، خو دي فارمټ کې یې بیا ۱۱ پنځوسیزي وهلي. محمد نبي په شل اوریزه لوبو کې د توپوهنې ترڅنګ ښه توپ اچونه هم ترسره کوي. ده په  ټولو ۲۵۴ پاڼیو کې تر نورو فارمټونو ډیري ۲۵۵ ویکټې اخیستې.  نبي په شل اوریزه سیالیو کي ۲۶۶ څلوریزي او ۲۰۵ یې بیا شپږیزې وهلي او د دې ترڅنګ یې د ډګر ساتنې په برخه کې تر بل هر فارټ ډیر ۱۲۰ کیچونه نیولې.

ټیسټ لوبې یې:

محمد نبي خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۱۴مه د هندوستان خلاف ترسره کړه، په هغه لوبه کې لومړی هندستان توپوهنه پیل کړه چې په لومړي وار توپوهنې سره يې ۴۷۴ منډي وکړې. د لوبې په دوهمه پاڼې کې،افغانستان خپله توپوهنه پيل کړه، خو ونه توانیده چې د هند په وړاندې په دوهم ځل توپوهنې سره هم یاد هدف ته ځان ورسوي. د افغانستان کرکیت ملې لوبډله په لومړي اننګز کې په ۱۰۹ منډو او په دوهم اننګز کې په ۱۰۳ منډو وسوځیده او ټوله لوبډله په یوه ورځ کې دوه ځلې اوټ شوه. محمد نبي د  کرکټ په دې فارټ کې فقط ۳ ټيسټ لوبې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ترسره کړي دي. په دي دریو ټیسټ لوبو کي نبي ښه لوبې د ملې لوبډلې لپاره نکړې ترسره هغه د ټيسټ لوبو په دي لنډ فارمټ کې په ۳ لوبو کې فقط ۳۳ منډي ترسره کړې، د ټیسټ لوبو په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۲۴ دي.

د ټټېسټ لوبې څخه د محمد نبي عیسخېل مخښه

نبي لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه د هند په وړاندې په کال ۲۰۱۸م کې ترسه کړه، دوهمه ټیسټ لوبه یې د  ایرلینډ په وړاندي د ۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې په ۱۵ نیټه ترسره کړه او د ټیسټ فارمټ وروستۍ لوبه یې د بنګله دیش په وړاندې په ۲۰۱۹م کال کې د مارچ میاشتې په ۵ نیټه ترسره کړه او له هغه وروسته دې تکړه او پیاوړي الرانډر لوبغاړي له  ټیسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه. محمد نبي په دریو ټیسټ سیالیو کي د افغانستان ملې لوبډلې لپاره ۸ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۳۶ منډو په بدل کې د دریو لوبغاړو سوځول دي.

لیست اې لوبې یې:

محمد نبي د ۱۵۹  لیست اې سیالیو څخه په ۱۵۵ لوبو کې توپوهنه ترسره کړې، چې په دې ۱۵۵ پاڼیو کي یې ۳۷۸۶ منډي ترسره کړي. چې هر لوبه کې یې اوسط منډي ۲۹،۱۲ دي.  د لیست اې لوبو تر ټولو ډیري منډي یې په یوه لوبه کې ۱۴۶ دي. نبي په دي فارمټ کې ۳ سلیزې او ۱۸یې بیا پنځوسیزي وهلي، د دې ترڅنګ هغه ۲۴۳ څلوریزې ، ۱۲۹ یې بیا شپږیزي وهلي، همدا شان یې په ۱۵۵ لوبو کې ۷۱ کیچونه هم ترلاسه کړي. محمدنبي د توپوهنې ترڅنګ په لیست اي لوبو کي ۱۷۸ ویکټې اخیستې، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۱۲ منډو په بدل کې د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

او فرسټ کلاس لوبې یې:

محمد نبي د ۳۵ سیالیو څخه په ۵۷ اننګزه کې توپوهنه ترسره کړې، چې په دې ۵۷ پاڼیو کې یې ۱۲۸۴ منډي ترسره کړي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډيري منډي ۱۱۷ دي. نبي د پرسټ کلاس سیالیو په دې فارمټ کې دوې سلیزي او ۵ یې بیا شپږیزي وهلې، هغه د دې تر څنګ په ۵۳ سیالیو کې ۱۳۶ څلوریزي او ۴۱ یې بیا شپږیزي وهلي.  نبي د توپوهنې ترڅنګ د فرسټ کلاس په ۵۷ پاڼیو کې ۹۴ ویکټې اخیستي، په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۳۳ منډو په ورکولو سره د شپږو لوبغاړو سوځول دي.

محمد نبي عیسی خیل د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره یو بریالی لوبډلمشر هم پاته شوی هغه په ۲۰۱۳م کال کې د افغان لوبډلې د لوبډلمشر په توګه وګمارل شو، د دده په لوبډلمشرۍ کې افغان ټيم د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵م اسیا جام ته هم لاره پیدا کړه، چې په هغه لوبو کې افغان کرکټ ملې ټیم یوه لوبه وګټله. د هغه اسیا جام وروسته محمد نبي د لوبډلمشرۍ څخه استعفا‌ء وکړه. محمد نبي د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په جدول کې د ۳۰۲ نمرو په درلودلو سره لومړۍ مقام او د شل اوریزه لوبو دالراونډرانو په نړیواله درجه بندي کې بیا د ۲۹۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام له ځان سره لري.

دې ۳۵ کلن لوبغاړي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ په افغانستان الف، افغانستان الیون او افغان چیتاز لوبډلو کې لوبې ترسره کړي دي. محمد نبي په کور دننه د اموریجن، بلخ لیجنډز، بندامیر ډراګونز، بندامیر ریجن او میس عینک کینکز لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي. همدارنګه نبي په بهرنيو سترو لیګونو کې هم د سنرایزر حیدراباد، بنګال ټایګرز، چیټاګونک ویکینګ، کومیلا ویکټورینز، میلیبورن ریګینډز، کوټه ګلیډيټیرز، پښتون،سایلیټ رویالز او رانګفور رنګیرز لوبډلو لپاره لوبېدلی. او د هغه ترڅنک نبي په يو شمیر نورو سترو لوبډلو کې لکه: آی سي سي کمباینډ اسوشیټيډ انډ اپلایټ الیون، کیڼټ، کینټ سیکنډ الیون، لیزز ټریشر، لیزز ټریشر سیکنډ الیون، ماریا لیبون کرکټ کلب، ماریا لیبون کرکټ کلب یانګ کرکیټرز، محمدن سپورټنګ کلب، پاکستان کسټوم او اس ټي کیټس انډ ناواز فټروټس لوبډلو سره مل پاته سوی.

محمد نبي اوس هم د ملې لوبډلې یو ستر او پیاوړی لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه او پنځوس اوریزه فارمټ کې د ملې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې