لیګونهنړیوال کریکټ

دا ۳ شرکتونه ممکن د چینایي شرکت Vivo (ویوو) پر ځای د آی پي ایل ۲۰۲۰ سپانسر وي

د ۲۰۲۰ کال آی پي ایل ۱۳ م پړاو له ګڼو ستونزو سره مخ دی. یو لوري ته آی پي ایل د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله له خپلې ټاکلې نیټې څخه تر نا معلومې نیټې پورې وځنډول شو. او بل لوري ته د چینایي شرکت د تمویل په اړه لاریون پیل شوی دی. لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې د هند او چین ترمنځ حالت په پوله کې د شاو خوا ۴۵ ورځو لپاره کړکېچن شو. د جون پر ۱۶ مه نیټه حالت خراب شول او دواړو خواو ترمنځ شخړه رامینځته شوه چې په پایله کې د چینایي عسکرو له لوري ۲۰ هندي عسکر ووژل شول. چې لدې وروسته په هند کې پر چینایي توکو باندې بندېز ولګول شو. نو پداسې حالتو کې ممکن د هند کریکټ کنټرول اداره (بي سي سي آي) د چینایي شرکت ویوو سره تړون پایته ورسوي. ویوو یو چینایي شرکت دی او د هند غوره لیګ د سر لیک سپانسر (ملاتړ) کوونکی دی. ویوو هر کال بي سي سي اي ته ۴۴۰ میلیونه روپۍ ور کوي. مګر که لدې شرکت سره قرارداد لغوه شي نو بیا به بي سي سي اي د بل سر لیک سپانسر په لټه کې وې. نو دلته پوښتنه پیدا کېږي چې (کوم شرکت به د ای پي ایل سر لیک سپانسر شي؟) نو پدې مقاله کې به تاسې ته درې هندي شرکتونه در وپېژنو چې ښایې د آی پي ایل د سر لیک سپانسرشپ تر لاسه کړي. راځئ چې دا درې شرکتونه وپېژنو.

۱- ایرټیل 

که هند له ویوو کمپنۍ سره خپل قرارداد لغوه کړ نو ممکن چې ایرټیل نومي شرکت د آی پي ایل سپانسر کېدو ته علاقه وښایې. د دې لپاره لوی دلیل دا دی چې دا شرکت په بشپړه توګه هندي شرکت دی او بله دا چې دې شرکت د روان کووېډ ـ ۱۹ په جریان کې ډېر زیان نه دی موندلی. ایرټیل په هند کې یو لوی مخابراتي شرکت دی. نو له همدې کبله د ویوو یا چینایي شرکت ځای دا شرکت نیولی شې.

۲- جو امباني ګروپ 

که چیرې بي سي سي اي له چینایي شرکت سره قرارداد فسخه کړې نو امکان شته دی. چې جو امباني ګروپ د ای پي ایل سر لیک سپانسرشپ تر لاسه کړي. دا شرکت هم یو مخابراتي شرکت دی. همدغه راز دا یو هندي شرکت دی چې د ای پي ایل لوبډلې ممبۍ انډېز ملاتړ کوونکی هم دی. د امباني کمپنۍ نوم په هند کې تر ټولو بډایه ګروپونو په نوملړ کې شامل دی. نو که چیرې دا شرکت د ای پي ایل سر لیک سپانسر شي نو په کال کې به لږ تر لږه بي سي سي اي ته ۴۴۰ میلیونه عاید ور کوي.

۳- سیمنټ 

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې مالک این سرینواسن د هندوستان سیمنټ نومي شرکت څښتن دی. سرینواسن په ای پي ایل کې خپله لوبډله هم لري چې لوبډلمشري یې ایم ایس ډوني پر مخ وړي. که چیرې له چینایي شرکت ویوو سره قرارداد لغوه شي نو د سرینواسن کمپنۍ ښایې د ای پي ایل سر لیک سپانسرشپ شي. سیمنټ هم په هند کې یو لوی شرکت دی او په هند کې یو غټ نوم لري.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې بي سي سي آي رسمي څه ندي ویلي، چې له چینایي شرکت ویوو سره خپل تړون پایته رسوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې