نړیوال کریکټ

تر دریو اونیو وروسته د ویسټ انډیز لوبډلې د کرنتین موده پای ته ورسېده

ویسټ انډیز لوبډلي چې د دریو ټیسټ لوبو لپاره انګلستان ته سفر کړی دی، په انګلستان هیواد کې ۲۱ ورځي کرنتین وه، چې د یاد کرنتین موده تیره ورځ پای ته ورسیده. ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي درې ټیسټ لوبي د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي. ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي. انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلو وار له مخې د خپلو  لوبغاړو نوملړ خپور کړي.

د انګلستان اعلان شوې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:

معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین پوکیز، لیویز ګریګوري، کېټون جینینګ، ډان لاوړینس، جاک لیچ، سقیب مومند، کریګ ایورټون، جېم ایورټون، متیو پارکینسون، اوولي پوپ، اوولي روبینسون، جې روټ، ډام سیبلي، بین سټوکس، اوولي سټون، امر ویرډي، کریس ووکس او مارک ووډ.

او ویسټ انډیز به د انګلینډ په وړاندي له دې لوبغاړو ۱۱ کیسزه لوبډله ټاکې تر څو د انګلستان په وړاندې  د میدان ډګر ته کښته سي.

د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده:

جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف، کېمر روچ، سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.

دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي. د یادولو وړ ده چې د رسمي ټيسټ لوبو د پیل وړاندې به د انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې ورځنۍ تمریني لوبه هم ترسره شي. انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې.

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې