افغانستان کریکټ

پر همدې ورځ: افغانستان کریکټ ملي لوبډلې بشپړ غړیتوب واخیست

افغان کریکټ ملي لوبډله چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې په خورا ښه ډول مخکې تګ پیل کړی دی. او د تېرو کلونو په پرتله اوس خورا یو غښتلي لوبډله ګڼل کېږي او په اسیایي هېوادونو کې یې څارې نه لیدل کېږي افغان لوبډله د خورا پیاوړو ورو توپ اچوونکو له شتون څخه برخمنه ده. افغان لوبډلې پر همدې ورځ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د کریکټ نړیوالې شورا له لوري بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ. 

افغان کریکټ ملي لوبډلې چې په لومړیو کې یې د کرېکټ له نړیوالې کمیټې یا اي سي سي سره د کریکټ په ډګر کې د دریمې درجې هېواد غړیتوب درلود، نو څه موده وروسته یې دویمې درجې هېواد ته پرمختګ وکړ خو افغان کریکټ ملي لوبډله چې د هېوادوالو بشپړ ملاتړ یې تر لاسه کړی وه نو دا سفر یې دومره مخ پر وړاندې کړ چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د همدې جون میاشتې په ۲۲ مه نېټه د کریکټ له نړیوالې شورا څخه د بشپړ غړیتوب ویاړ تر لاسه کړ. 

افغان لوبډلې له تیرې یوې لسیزې راهیسې خورا زیاتې لوړې ژورې ولیدلې او له سختو ور ځو وروسته یې د هېواد لپاره بشپړ غړیتوب له اي سي سي تر لاسه کړ. افغان کریکټ بورډ نن پر خپل ټوېټر پاڼه یو پوسټ ځړولی وه چې پکې یې لیکلې وه، افغان لوبډلې پر همدې ورځ له کریکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب واخیسته.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې