نړیوال کریکټ

د کرونا ویروس له امله د قرنطین په جریان کې د کریکټ ۳ ګټې

پدې سخت وخت کې نه یواځې نړۍ له کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ سره مقابله کوي، بلکې د کریکټ نړۍ هم ور سره په مبارزه  کې ده. چې ډیری لیګونه، ټورنامنټونه او سیالۍ وځنډول شوې او یا هم لغوه شوي.

خو مونږ درته د کرونا له امله ۳ هغه مثبت کارونه په ډاګه کوو چې د لاک ډاون (قرنطین) په جریان کې رامینځته شوې دي. 

۱- د کریکټ لوبډلې به په اسیا جام کې خپلو مهمو لوبغاړو ته دمه نه ور کوي 

د کریکټ ډیری لوبډلو له کرونا وړاندې خپل لوبغاړي خورا بوخت ساتل او هېڅ ارام به یې نه ورکاوه. چې بیا به یې خپلو مهمو لوبغاړو ته په اسیا جام کې ارام ور کوه ځکه چې د لوبغاړو فټنس به یې سم برابر نه وه. خو اوس ټول لوبغاړي قرنطین شوې دي او په پوره توګه یې استراحت تر لاسه کړی دی. چې ښایې راتلوونکو سیالیو کې هېڅ کوم لوبغاړي ته د استراحت ور کولو اجازه ور کړل شې. 

۲- د نړۍ پیاوړي لوبغاړي به په آی پي ایل کې له لوبېدو انکار نکوي 

دا چې مخکې به د نړیوال کریکټ مهالویش خورا بوخت وه. نو پداسې یو وضعیت کې به ډیری د نړۍ پیاوړو لوبغاړو په سترو لیګونو کې له لوبېدو څخه انکار کاوه. خو سږ کال چې د کرونا سره سره د هند کریکټ کنټرول ادارې د آی پي ایل د پیلیدو تکل کړی دی او غواړي چې آی پي ایل پیل کړې نو دلته به د نړۍ ډیری لوبغاړي خپله د لوبېدو غوښتنه وکړې. ځکه که چیرې سږ کال نړیوال جام وځنډېد نو هندوستان به هرو مرو خپل ستر تجارتي لیګ پر لاره واچوې چې د نړۍ پیاوړي لوبغاړي به د ساعت تیرۍ لپاره هم د لوبېدو غوښتنه وکړې.

۳- د لوبغاړو د ټپونو انديښنه نشته 

دا چې شل اورېز نړیوال جام هم نږدی شوی دی خو تر دې دمه پورې د کریکټ نړیوالې کمیټې د یاد جام د پیلیدو په تړاو څه ندي ویلي. تمه کېږي چې د یاد جام په اړه به وروستۍ پرېکړه په راتلونکې میاشت کې وشې. په هر حال مخکې به چې شل اورېز جام یا نورې سترې سیالۍ نږدې شوې نو لوبغاړو به خپل تمرینات پیلول چې د تمریناتو یا هم د سیالیو په جریان کې به ټپي شول خو سږ کال د کرونا له امله د لوبغاړو د ټپې کېدو خطره بیخې کمه شوې ده او د هرې لوبډلې مهم لوبغاړي روغ رمټ ساتل شوې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې