دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د خطر زنګ

په پام کې ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په ۲۸ نېټه انګلستان هیواد ته د درې ټیسټ او درې شل اوریزه لوبولپاره سفر وکړي دوی له سفر مخکې خپل ټیسټونه وکړل، چې پکې د درې پاکستاني لوبغاړو ټیسټونه مثبت راووتل، په یادو لوبغاړو کې
شاداب خان، حیدرعلي، او حارث روف، د کرونا پر ویروس اخته شوې او له همدې امله د انګلستان د سفر څخه د ټیم نه ګوښه شو.د پاکستان کرکټ بورډ په خپله
مطبوعاتي اعلامیه کې د شاداب ، روف او حیدر


مثبتې ازموینې تاید کړې او خبر یې ورکړې چې دوی به له سفر څخه وړاندې ځان ګوښه کړي او ځان به قرنطین کړي.یادې ازموینې په کراچۍ پيښور او لاهور کې اخیستل کیږي.د ۲۴ نورو لوبغاړو ازموینې به د سي شنبې په ورځ د رسنیو سره شریکي شي.کوم لوبغاړي چې د کرونا ټیسټ یې منفي و هغه به د جون په ۲۸ نېټه انګلستان هیواد ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې