نړیوال کریکټ

د هند کورني کریکټ مشهوره لوبغاړی راجندر ګویل ومړ

د هندوستان کورني کریکټ مشهوره لوبغاړی راجندر ګویل د یکشنبې په ورځ ومړ. نوموړي د ۷۷ کلونو په عمر سره خپل ژوند له لاسه ورکړ. د راپورنو پر وینا چې هغه د یو څه مودې راهیسې ناروغ وه چې وړمه ورځ یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.  ګویل په ۱۹۵۸ کال کې کورني کریکټ باندې پیل وکړ او خپل کیریر ته یې تر ۱۹۸۵ کال پورې دوام ورکړ. 

نوموړی پیاوړی سلو توپ اچوونکی وه. د نوموړي زوی هم لومړۍ درجه سیالۍ لوبولي دي.  او دا مهال په کورنیو سیالیو کې د میچ ریفري دنده پر غاړه لري.

ګویل په ۱۵۷ لوبو کې ۷۵۰ ویکیټې اخیستې وې. هغه په هندۍ لوبډله کې د دومره ځلیدا سره سره بیا هم د لوبېدو چانس ونه موند.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې