لیګونه

د افغانستان شپږېزه ليګ په اګسټ میاشت کې پیلیږي

د افغانستان تر ټولو سترې کورنۍ سیالۍ (شپږېزه) لیګ به په اګسټ میاشت کې پیل شې. کریکټ لېډ ته له افغان کریکټ بورډ څخه یوې سرچینې ویلي دي.

چې د شپږیزې لیګ اووم پړاو به په روان کال کې په اګسټ میاشت کې پیل شې.  په ورته وخت کې افغان کریکټ بورډ د دې سیالیو تر سره کېدو په تړاو کره نیټه نه ده په ډاګه کړې خو د ژر پیلیدو خبر یې ورکړی دی. 

د شپږیزې لیګ د پیلیدو خبر په داسې مهال کې ور کول کېږي، چې د افغان لوبډلې مخې ته اسیا کپ او نړیوال جام پروت دی. خو د دواړو ټورنامنټونو د تر سره کېدو په تړاو کره نیټه نده معلومه شوې. 

د یادونې وړ ده چې تېر کال د دې لیګ د اتلولۍ جام مس عینک اتلانو وګټلو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې