لیګونهنړیوال کریکټ

افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې اووم پړاو شپږیزه لیګ فصل به په نیږدي وختونو کې ترسره شي

د افغانستان شپږیزه لیګ په ۲۰۱۳ م کال کې د افغان کرکټ بورډ لخوا پرانیستل شوې و، د دې لیګ لومړی اتلولي سپین غر لوبډلې ترلاسه کړه. دا د افغانستان کرکټ بورډ نوې نوښت و چې په خورا ښه شکل نندارې ته وړاندې شو.په یاد لیګ کې پنځه لوبډلې شاملې وي چې د یو نړیوال تلویزون څخه ننداره شوې.

دوهم فصل یې بیا په ۲۰۱۴ م کال کې ترسره شو چې بیا هم پکې پنځه لوبډلې شاملې وي داځل یې اتلولي میس عینک لوبډلې ترلاسه کړه. په دوهم فصل کې ګلبدین نایب د لیګ غوره لوبغاړی نورعلی ځدران بیا تر ټولوټاپ ترینه توپ وهونکی و، د توپ اچونی په برخه کې کې بیا سوکه توپ اچونکی روښان بارکزی بهترینه بالر ونومول شو.

له دې وروسته یې دریم څلورم پنځم او شپږم پړاو هم په خورا ښه شکل سره ترسره شو چې ګڼ شمير بهرني لوبغاړي پکې ولیدل شو.افغان کرکټ بورډ یو ځل بیا غواړې چې شپږیزه لیګ په راتلونکو میاشتو کې ترسره کړي خو لاتراوسه پورې ورته روښانه نېټه نده ذکر شوې ځکه افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په مخ کې اسیا جام او نړیوال جام پروت دی چې لا تراوسه پورې دواړه جامونه د کرونا ویروس له امله د نامعلومې نېټې پورې ځنډول شوې دي.په شپږیزه لیګ کې بیا امو نهګان، بندې امیر، بوسټ، کابل بازان، میس عینک،او سپین غر پړانګانو لوبډلې شاملې دي.یاده دې وي چې لاتراوسه افغان کرکټ بورډ دغه لیګ ته مشخصه نېټه نده ذکر کړې خو وروستې معلومات ښایې چې په نیږدي وختونو کې به اووم پړاو شپږیزه لیګ ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې