دلوبغاړو په اړه

یوراج سینګ: له تقاعد وروسته مې ژوند ډېر ارام دی

د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر یوراج سینګ ویلي دي، چې له تقاعد وروسته یې ژوند خورا زیات ارام شوی دی. یوراج وایي، له تقاعد وروسته د ارامتیا احساس کوي. نوموړي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په جون میاشت کې له نړیوال کریکټ څخه تقاعد واخیسته.

هېره دې نه وې، چې هغه د اسټرالیا په بوشفیر خیریه نومي سیالیو کې د وروستې ځل لپاره را څرګند شوی وه. یوراج سینګ له ګوراو کپور سره په خبرو کې وویل:

((کله چې ما تقاعد اعلان کړ. ما ډېر بل ډول احساس کوه، په څرګنده توګه دا یوه احساساتي شیبه وه. ما نشوه کولی چې دا په څرګندو ټوکو کې په ډاګه کړم. ما د کلونو راهیسې ښه خوب نشو کولی خو مګر کله مې چې تقاعد اعلان کړ اوس په ارامه ویده کېږم او ژوند مې ډېر زیات ارام دی. نوموړی زیاتوي، زه په یو داسې ځای کې بند پاتې وم چې کریکټ له ما سره رواني مرسته نه کوله زه یواځې ځان ته په سوچ کې وم او حیران وم چې کله زه باید تقاعد اعلان کړم.))

د یادولو وړ ده چې یوراج د هندۍ لوبډلې یو له کلیدي لوبغاړو څخه وه. هغه د هند لپاره ۴۰ ټېست، ۳۰۴ یو ورځنۍ او ۵۸ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي. نوموړي په ۲۰۰۷ شل اورېز نړیوال جام کې او په ۲۰۱۱ پنځوس اورېز جام کې له هند سره په بریا کې مهم رول لوبولی وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې