لیګونه

وارنر چمتو دی چې آی پي ایل کې سیالۍ تر سره کړي که چیرې نړیوال جام وځنډول شې

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله په اسټرالیا کې د شل اورېز نړیوال جام په اړه تر اوسه پورې لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د کریکټ نړیوالې شورا او اسټرالیا هم د دې جام د تر سره کېدو په تړاو تر اوسه پورې کره څه ندي ویلي. 

که چیرې شل اورېز نړیوال جام وځنډول شي، نو پر ځای به یې هند خپل ستر تجارتي لیګ (آی پي آیل) پیل کړې. په ورته حال کې د اسټرالیا اوپنر توپ وهوونکي ډوېډ وارنر ویلي دي، چې هغه او نور اسټرالیا لوبغاړي دې ته چمتو دي چې ای پي ایل کې ولوبېږي که چیرې نړیوال جام وځنډول شي. 

وارنر په خپلو خبرو کې وویل: ((که نړیوال جام امکان ونلري نو زه او نور اسټرالیایي لوبغاړي چمتو یو چې په هند غوره لیګ کې ولوبېږو.)) وارنر زیاته کړه چې مونږ به د نړیوال جام په اړه د اي سي سي وروستۍ پریکړې ته انتظار وباسو. 

د یادونې وړ ده چې د نړیوال جام په اړه به وروستۍ پرېکړه په راتلونکې میاشت کې وشې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې