لیګونه

راپورنه: سریلانکا کریکټ بورډ په اګسټ میاشت کې لنکا پریمیر لیګ پیلیوي

د سریلانکا کریکټ بورډ په پام کې لري، چې په راتلونکې اګسټ میاشت کې خپل ۲۰ اورېزه تجارتي لیګ پر لاره واچوې. دا لیګ به د پنځه لوبډلو په شتون کې پیل شې او لږ تر لږه د دريو اونیو لپاره به دوام وکړي. 

مخکې هم د سریلانکا کریکټ بورډ زیاته کړې وه، چې له هند او بنګله دېش سره یې لوبلړۍ د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله له خطر سره مخ شوې دي. چې پر ځای یې سریلانکا غواړي په راتلونکې اګسټ میاشت کې خپل شل اورېزه تجارتي لیګ پیل کړې. 

د یادونې وړ ده چې د سریلانکا کریکټ بورډ اجرائیه رئیس اشلي ډېسلوا د یاد لیګ په تړاو له نړیوالو کریکټ بورډونو سره هم غږېدلی دی او تمه کېږي چې پدې لیګ کې ګڼ بهرني لوبغاړي هم ولوبېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې