نړیوال کریکټ

نیک هیکلي : نړیوال جام به د ننداره چيانو په شتون کې ترسره شي

د استرالیا کرکټ بورډ نوې اجرایوي رییس نیک هیکلي ویلي،، نړیوال شل اوریزه جام کې به د لوبډلو زیاتو مینوالو ته چانس ورکړو چې په لوبغالي کې خپلې لوبډلې تشویق کړي.دلته استرالیا ته ۱۵ لوبډلې راځي چې ګڼ شمير مینوال به هم ورسره مل وي دا چې اوس د کرونا ویروس مخ پر کمیدو دی نو بیا هم مونږ د مینوالو لپاره لازمې تدابير په پام کې نیسو.زمونږ لپاره اساسي ستونزه د لوبډلو ده چې څنګه به په یو ښار کې دا لوبډلې ځای په ځای کړو.خو بیا هم مونږ پر دې پلان کار کړې چې د لس زره ننداره چیانو لپاره مناسب د ناستې ځای پيدا کړو،، نیک هیکلي تیره ورځ د استرالیا کرکټ بورډ اجریوي رییس وټاکل شو

چې مخکې دغه ریاست د ربرټس تر نظارت لاندې و.بل پلو اندیښنه داده چې د استرالیا کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز خبر ورکړ چې دا ځل شل اوریزه نړیوال جام ترسره کول ترډېره هیڅ امکان نلري، یاده دې وي چې د ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام د استرالیا په کوربتوب د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي. اما د کرونا ویروس له امله یې د ترسره کیدو اونه ترسره کیدو په اړه څه نه دې ويل شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې